د لاس رسي وړ اتصالات

بالاسوبرامنیم؛ د سلمان خان غږ مړ شو


بالا سوبرامنیم د سلمان خان په لومړي ځل د هغه په «مینې پیار کیو کیا» فلم کې د هغه په غږ کې سندرې وویلې.
بالا سوبرامنیم د سلمان خان په لومړي ځل د هغه په «مینې پیار کیو کیا» فلم کې د هغه په غږ کې سندرې وویلې.

د هند وتلی سندرغاړی بالاسوبرامنیم چې کلونه یې د سلمان خان په فلمونو کې د هغه په غږ کې سندرې ویلې وې، نن د ۷۴ کلونو په عمر د کروناویروس له کبله مړ شو.

هغه په ۱۶ ژبو شاوخوا ۴۰ زره سندرې ویلې وې او د موسیقۍ په ډګر کې یې ډيرې معتبرې جایزې ګټلې وې.

بالا سوبرامنیم په۱۹۸۹ کال کې سلمان خان په «مینې پیار کیو کیا» کې د هغه په غږ کې سندرې وویلې. وروسته یې د «ساجن» او «هم آپکې هې کون» فلمونو کې هم سندرې ویلې وې.

سلمان خان د هغه مړینه خواشینونکې بللې او په خپل ټویټر کې یې د هغه کارونه ستاینه کړې ده.

سلمان خان په خپل ټویټر کې لیکلي: "د ښاغلي بالاسوبرامنیم د مړینې خبر په اوریدو ډیر خواشینی شوم. هغه به زمونږ د موسیقۍ په ځلانده تاریخ کې به تل په ښه نوم یادیږي! کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کوم. "

تر دې مخکې د هند یو بل وتلی ستوری امیتاب بچن، نږور او زوی یې هم د کرونا په ویروس اخته شوي وو چې بیا بېرته ورغېدل.

څه موده مخکې د هند پخوانی ولسمشر پرناب مکرجي هم د کرونا په ویروس اخته شوی و او بیا مړ شو.

هند په نړۍ کې تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې ډېر خلک یې په کرونا اخته شوي دي. د جانس هاپکینز د معلوماتو په اساس د کرونا له کبله په هند کې تر دې دمه څه باندې ۹۲زره کسان مړه شوي او څه باندې پنځه میلیون نور پرې اخته دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شو او دا مهال په نړۍ کې پرې څه باندې ۳۲.۲ میلیون انسانان اخته دي. دا مهال د کرونا له کبله په نړۍ کې شاوخوا ۹۳۸زره کسان مړه شوي‌دي.

XS
SM
MD
LG