د لاس رسي وړ اتصالات

عطا: والي یم، نړیواله ټولنه او افغان ځواکونه دې مداخله نکوي


د جمعیت اسلامي د ګوند اجرايي مشر عطا محمد نور وايي د بلخ له ولایت نه د هغه لېرې کول غیر قانوني کار دی.

ارګ د دوشنبې په ورځ( ډسمبر۱۸) وویل چې ولسمشر غني د ښاغلي عطا استعغا منلې او پر ځای یې انجینر داود د بلخ والي ټاکلی دی. خو ښاغلی عطا وايي چې هغه اوس هم والي دی او لېرې کول یې کومه "قانوني او حقوقي" توجیه نلري.

هغه د بلخ ولایت د ملي راډیو تلویزون له لارې افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دا پیغام ورکړ.

ښاغلي نور ګواښ وکړ که "ظلم زیات"شي او له زور ځواک څخه کار واخیستل شي، هغه به هم له هرې ممکنه چارې کار واخلي، خو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې وغوښتل چې په هغه حالت کې مداخله ونکړي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغانستان په داخلي او سیاسي چارو کې دې مداخله نکوي.

ښاغلي نور وویل چي کله یې چې له ارګ سره مذاکره کوله، ارګ ته د ډاډ ورکولو لپاره خپله استعفا لیکلې وه، خو وايي حکومت چې په خپلې ژمنې وفا ونکړه، د هغه ورکړل شوې استعفا هم باطله ده.

XS
SM
MD
LG