د لاس رسي وړ اتصالات

د تاشقرغان د خلکو اقتصاد پر تازه میوو ولاړ دی


په کندوز کې د یو لاسګاډي په سر انار پراته دي. پلورونکی ځکه نارې وهي چې د تاشقرغان د انارو د خوږوالي په بهانه خپله سودا وپلوري. تاشقرغان وړه سیمه ده چې د شنو ونو لاندې يې ځمکه نه ښکاري. که څوک په دې سیمه کې هر څومره ځمکه لري هغه یې هم کور دی او هم یې باغ دی ځکه چې ددغو خلکو اقتصاد په همدغو تازه میو ولاړ دی.

تاشقرغان په اوړي کې اینځر، ناک، زردالو، او په مني کې مشهور انار لري چې اکثر مسافر د تاشقرغان انار په سوغاتي شکل د خپلو خپلوانو کره وړي.

د کندوز د تازه میوې یو تن پلورنکی خیال محمد وايي چې دې په مني موسم کې یوازې د تاشقرغان انار پلوري او له دغې لاري ښه عاید لري. هغه وايي چې هره ورځ د یوسل اوشلو کیلو انارو د پلور له امله ورته زر یا اته سوه افغانۍ پاتي کیږي.

خو د تاشقرغان د سیمې خلک که نورو سیمو ته انار د پلورلو لپاره وړي نو په خپله سیمه کې يې د قیر سړک پر سر هم بازار جوړ کړی دی. ددغې سیمې یو تن دوکاندار جلال الدین وايي چې دوي انار په درې برخو ویشي او هر ډول يې په بیلا بیلو بیه اخلي. جلال الدین داسي وايي،، مونږ دغه انار درې برخې کوو، یوډول يې یوسل اتیا افغانۍ، دویم ډول يې درې سوه پنځوس، او دریم ډول يې په څلور سوه شل افغانۍ پلورو، هر څوک چې له دغې سیمې تیریږي، ۳۵ کیلو، ۴۰ کیلو لږ او ډیر اخلي.،،

جلال الدین زیاتوي چې د دوي د سیمې ښه عاید تازه میوه ده خو انار هغه میوه ده چې خلک يې په ځمکه کې ښخوي او تر راتلونکي اوړي يې ساتي. هغه داسي وايي ،، د تاشقرغان ښه عاید همدغه انار دي او خلک تر جوزا میاشتې پورې دغه انار ساتي چې په هغه وخت کې يې اوه کیلو انار په یوزر او پنځه سوه افغانۍ پلورل کیږي.،،

ددغې سیمې خلک په تاشقرغان کې د سړې خونې د جوړیدو یادونه هم کوي وايي که ورته جوړه شي نو ددوي محصولات به تر یو وخته وساتل شي او په عایداتو کې به يې زیاتوالی راشي.

جلال الدین د بغلان اوسیدونکی دی خو په تاشقرغان کې یې سوغاتي انار اخیستي هغه وايي چې ددې ځای انار د خوږوالي له امله په شمالي ولایتونو کې مشهور دي هغه داسي وايي ،، مزار ته راغلی وم، اوس چې کور ته ځم نو د تاشقرغان په تنګي کې غواړم له انارو د کور لپاره سوغات واخلم، ځکه ددغې سیمې انار نوم لري.،،

په افغانستان کې د درې سیمو قندهار، تګاب، او تاشقرغان انار مشهوره دي چې د قندهار انار په تیرو کلونو کې خارجي هیوادونو ته هم صادر شوي وو.
XS
SM
MD
LG