د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو نړیوال سازمانونه: طالبان باید 'ډله ییز مجازات' بند کړي


د بشري حقونو د څار سازمانونو د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د غچ اخیستونکو اقداماتو د راپورونو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغه سازمان د آسیا د برخې مسؤلې پترشیا ګاسمن د یکشنبې په ورځ ناوخته جون ۲۶ (چنګاښ پنځمه) ویلي، د راپورونو له مخې طالبانو په بلخاب ولسوالۍ کې د وسله وال مقاومت کولو په غچ کې څو تنه بندیان له ځنډ پرته وژلي دي.

اغلې ګاسمن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "طالبان باید دا ډول ډله ییز او نور جنګي جنایتونه بند کړي او د خپلو سرتیرو سره حساب کتاب وکړي."

د بخښنې نړیوال سازمان هم په بلخاب کې "ملکي وکړو ته د زیان رسیدو او د ځتډ پرته اعدامونو" په هکله رپوټونو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ښکیلې ډلې باید په ټولو دښمنیو کې د جګړې قوانین په بشپړه توګه مراعت کړي او ملکي وګړو ته د زیان رسولو څخه ډډه وکړي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ ۶) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې: "نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په زیاتیدو سترګې پټې نکړي. طالبان په افغانستان کې د باالفعل مقاماتو په توګه د ملکي وګړو پر وړاندې د بریدونو د پای ته رسولو او د عدالت او ځواب ویلو د ضمانت کولو اصلي مسولین دي."

طالبانو تر دا مهاله د بشري حقونو د سازمانونو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د سرپل لپاره د طالبانو والي وړمه ورځ وویل چې هغوی د بلخاب ولسوالۍ له خلکو سره "هیڅ ستونزه" نلري.

عبدالرحمن اکه په یو ویډیويي پیغام کې وویل: "د بلخاب ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکوو چې موږ د دغه ولسوالۍ له خلکو سره هیڅ ستونزه نلرو. د بلخاب خلک زموږ سره دي. موږ خپل چمتووالی لرو چې د بلخاب له خلکو سره نېک چلند وکړو."

د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو او له هغوی څخه د جلا شوي قوماندان مولوي مهدي مجاهد د پلویانو ترمنځ د جګړې پیلېدو سره ځينو سیمه ییزو رسنیو په دغه سیمه کې د طالبانو لخوا د اوو ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکړي دي.

د دغه راپورونو له مخې، وژل شوي کسان چې پنځه تنه کارګر او دوه چوپانان پکې شامل دي د شنبې په ورځ د بلخاب ولسوالۍ په "جه میرک" سیمه کې وژل شوي دي. خو یادو رسنیو نه دي ویلي چې دغه کسان ولې وژل شوي دي.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي آستازي، حسن کاظمي قمي تور لګولی چې د امریکا متحده ایالات د بلخاب په جګړه کې لاس لري.

ښاغلي قمي د افغانستان د ټولو قومونو له مشرانو څخه غوښتي چې د بلخاب له جګړې څخه لیري اوسي او د هغه په خبره ددغه جګړې حاصل به "د خلکو د وینې تویېدنه او د افغانستان ویجاړېدل" وي.

نوموړي زیاته کړې: "ټول خیر غوښتونکي باید د بلخاب د جګړې په مقابل کې یو دریځ غوره کړي. د جګړې اصلي عاملین څو ملیتي استخبارات دي."

د امریکا متحده ایالاتو تر دا مهاله د دغه ایراني چارواکي د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړي آستازي ټامس ویسټ ویلي و چې متحده ایالات د طالبانو پر ضد د وسله وال مخالفت ملاتړ نکوي.

ښاغلي ویسټ د فبرورۍ پر ۱۵ مه د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستیتیوت یوې آنلاین غونډې ته په وینا کې وویل چې د واشنګټن تګلاره داده چې له طالبانو سره تعامل وکړي او د دغه ډلې پالیسۍ اصلاح کړي.

بلخوا د هزاره ګانو نړیوالې ټولنې په بلخاب ولسوالۍ کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د دواړو لورو په جګړه کې به د دغه ولسوالۍ ملکي وګړو ته زیات زیان ورسیږي.

دغه شورا ویلي: "په داسې یو بېړني حالت کې د نړیوالې ټولنې لپاره مهمه ده چې په بلخاب کې اوس مهال رامنځته شوو پېښو او پر ملکي وګړو د طالبانو د بریدونو له امله د جګړې او تاوتریخوالي پایلو ته پام واړوي. چې کېدای شي د پراخو جنایتونو او بشري سرغړونو لامل شي."

د طالبانو د دفاع وزارت وړمه ورځ د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د خپل یو جلا شوي قوماندان، مهدي مجاهد د پلویانو پر ضد تصفیوي عملیات تائید کړل.

د طالبانو د دفاع وزارت د جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د څو ورځو راهیسې یې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د "بغاوتګرو" پر ضد پراخ تصفیوي عملیات پيل کړي دي.

مولوي مهدي د طالبانو له پخوانیو قوماندانانو څخه و چې په دې وروستیو کې ورڅخه جلا شوی او په وسله وال مخالفت یې لاس پوري کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته، مولوي مهدي د طالبانو لخوا د بامیانو ولایت د استخباراتو د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی و، خو تر څه مودې وروسته له یادې دندې څخه لیري کړل شو. د هغه د لیري کېدو لامل تر دا مهاله نه دی معلوم شوی.

XS
SM
MD
LG