د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان- چین اقتصادی لار او بلوچستان کې وسله وال بغاوت


پاکستاني چارواکي وايي په موټر سایکل سپرو وسله والو د بلوچستان په صوبه کې د ګوادر ښار ته نږدې د پشکان او کنت په سیمه کې هغه مهال ۱۰ کارګر ووژل چې په یوه پراختیايي پروژې کې په کار بوخت ول.

د بلوچستان په صوبه کې،د بلوڅو د ېوې بیلتون غووښتنکې ډلې، ویاند د فرانسې اژانس ته ټیلې فون کړی او برید مسؤلیت یې منلی دی.

بلوچستان صوبه د معدنو ډیرې منابع لري، خو د څو لسیزو راهېسي وسله وال بغاوت او فرقوي وژنو ځپلې ده. په دغه صوبه کې وسله والو پخوا هم یو شمېر هغه کارگران وژلي وو چې له نورو ځاېونو څخه دلته د کارونو دپاره ورغلي وو. وسله والو دغو کارکوونکو ته د بهرینانو په سترگه ورته گوري او فکر کوي د دوئ ځمکې نیسي.

د بلوچستان نشنل گوند یو مشر او پخواني سناتور ثناه بلوڅ په خپل ټویټر کې په کلکه د بې وسلې ملکي وګړو وژنه غندلې ده او لیکي چې سیاسي اهدف د وینو تویولو او د ټوپکونو دلارې نه شي تر لاسه کیدای.

امنیتې چارواکو د پاکستان ډان ورځپاڼې ته له دی مخکې ویلې وو چې وسله وال هڅه کوي چې د پاکستان او چین د اقتصادي دهلیز د جوړولو کار گډوډ کړي او د ٢٠١۴ کال راهیسي یې ۴۴ کارگر وژلي دي چې ټول پاکستانیان وو.

بلوچستان د پاکستان په څلورو ولایتونو کې د تر ټولو لوی ولایت اونږدې اوه میلیونه اوسیدونکي له اوږدې مودې راهیسي د فډرالي حکومت څخه شکايت لري چې دوی ته په عادلانه توگه د خپلو ګازو او منرالونو برخه نه ورکوي.

خو په دی ورستیو کلونو کې د پاکستان حکومت د سولې او پرمختگ دپاره په دې صوبه کې پراخ اقدامات پیل کړي چې له امله یې په تشدد کې د پام وړ کمی راغلی دی.

په دغو اقداماتو کې د چین پاکستان اقتصادي دهلیز د جوړولو کار هم شامل دی چې د پرمختیایی لویه پروژه ده. دغه پروژه به بیجنیگ ته د بلوچستان صوبي د گوادر د بندر د لارې عرب سمندرګي ته لاره ورکړي.

دغه پیښه په داسې وخت کې شوې ده چې د پاکستان صدراعظم چین ته تللې او د شنبې په ورځ یې په بیجنگ کې د هغو دواړو هیوادونو په مختلفو برخو کې د همکارۍ څوموافقي لاسلیک کړې، چې گوادر بندر د جوړولو موافقه هم په کې شامله ده.

XS
SM
MD
LG