د لاس رسي وړ اتصالات

د بامیان - ډایکنډي لویه لاره کې د مسافرو لسګونه موټر بند پاتې دي


په افغانستان کېد واورو ښویدنه
په افغانستان کېد واورو ښویدنه

د بامیان او ډایکنډي سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې په دغو ولایتونو کې د سختو واورو او طوفاني هوا له امله، د ولسوالیو لارې له مرکز او کابل سره تړلې دي.

د دوی پر وینا، د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه مسافر د قوناق او شاتو کوتلونو په سیمه کې بند پاتې دي.

چارواکي وايي، اوس هم په سیمه کې هوا طوفاني ده او د واورې اورښت دوام لري، چې له امله یې د لارې د پرانیستلو چارې هم په ټپه ولاړې دي.

دوی له خلکو څخه غواړي، چې د لارې تر پرانیستلو پورې له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د ډایکنډي ولایت د فوایدعامې رئیس خداداد سیرت امریکا غږ – آشنا ته وویل، د قوناق په کوتل کې، چې بامیان له دایکندي سره نښلوي، هوا طوفاني ده او د مسافرو لسګونه موټر په کې بند پاتې دي.

د ښاغلي سیرت پر وینا، د شهرستان ولسوالۍ او د دایکندي د مرکز نیلي پرته د دغه ولایت ټولې مواصلاتي لارې د واورې وریدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

هغه وویل "د قوناق کوتل په سیمه کې د بامیان غاړې ته د فلاینګ‌کوچ لس موټر بند پاتې دي او مسافر یې په یو هوټل کې ځای پرځای شوی دي، همدا شان یو شمیر موټرې د دایکندي په غاړه کې هم بند دي او مسافر یې په یو هوټل کې ځای پرځای شوي دي".

په قوناق کوتل کې بند پاتې شوی مسافر حسن وايي، په دغې سیمه کې سړه هوا د بند پاتې شویو مسافرو په ځانګړي ډول ماشومانو ژوند ګواښي.

دی وايي "مسافر له تودو جامو، اوبه او ډوډۍ له کموالي سره مخامخ دي، که د قوناق لاره پرانیستل نه شي، ښايي یو شمیر ماشومان د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي".

د ډایکنډي سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې مسافر په امنو سیمو کې خوندي شوي دي، خو د طوفاني هوا له امله د لارې د پرانیستلو امکان نشته دی.

د بامیان سیمه‌ییز چارواکي دغه راز وايي، چې د زیاتو واورو له امله د مسافرو شاوخوا شل موټره د دغه ولایت د پنجو ولسوالۍ په شاتو کوتل کې هم بند پاتې دي.

د بامیان او ډایکنډي د چارواکو پر وینا، که د واورې اورښت او طوفاني هوا دوام وکړي، ښايي د دغو ولایتونو مواصلاتي لارې هم د اوږدې مودې لپاره بندې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG