د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیان کې د بایسکل ځغلولو غرنۍ سیالۍ 


د لومړي ځل لپاره یوه ډله افغان بایسکل ځغلوونکو په بامیان کې د بایسکل ځغلولو د تر ټولو اوږد واټن سیالۍ وکړې.

ددغه ورزشي سیالیو جوړونکي وایي د لوبو هدف په بامیان کې د سیاحتي سیمو د ښکلا معرفي کول، د غرني بایسکل ځغلولو د څانکې وده او دغې ورزشي برخې ته د ځوانانو هڅونه ده.

پدغو سیالیو کې د کابل او بامیان ولایتونو ۱۳ لوبغاړو څه دپاسه ۳۴۰ کیلومتره واټن د څلورو ورځو په اوږدو کې وواهه. دغه لوبې د افغانستان د غرني بایسکل ځغلولو کلب جوړې کړې وې.

ریحانه محمدي یواځینۍ نجلۍ وه چې په دغو لوبو کې یې ګډون کړی و. هغه وایي د خپل ګډون نه ډیره خوښه ده او دا ورته پدغه ورزشي څانګه کې ډیر ښه تمرین و.

ددې سیالیو ګډون کوونکي وایي ددغه ۳۴۰ کیلومتره واټن په اوږدو کې د بامیان د درو او غرونو نه تیریدل اسان نه وو، خو د بامیان ښکلې او طبیعي منظرې ډیرې په زړه پورې او د لیدلو وړ وې.

د افغانستان په مرکزي سیمو کې پروت، بامیان ولایت کې هر کال د مختلفو ورزشي لوبو سیالۍ جوړیږي.

XS
SM
MD
LG