د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د ترافیکو له ریاست څخه غوښتي چې په ټولو ولایتونو کې د ۳۹ شمېرې درلودونکي نمبر پلیټونو ویشل د تل لپاره بند کړي.
ښاغلي صالح په خپل فیسبوک کې لیکلي چې د ترافیکو په ریاست کې له ۳۹ شمېرې څخه د تېرېدو او په دې شمېرې د موټر د نمبر پلیټ له اخیستلو څخه د ډډې کولو لپاره ځینې کسان تر درې سوه ډالره بډې ورکوي.
هغه زیاته کړې: "که څه هم موږ ثبوت نه لرو خو دا یوه ریښتینې ستونزه ده. د دې لپاره چې د ۳۹ شمېره د ځینو مخلو او کار ماتوونکو کسانو لپاره د شیدو په غوا بدله شوې د ترافیکو ریاست ته هدایت ورکول کېږي چې په ټول افغانستان کې موټرو ته د پلیټ په ورکولو کې دغه شمیره د تل لپاره حذف کړي".
د ۳۹ شمېره له کلونو راهیسې په افغانستان کې د یوې "غیراخلاقي او حساسیت پاروونکې" شمېرې په توګه ګڼل کېږي چې حتا په ځینو مواردو کې د خونړۍ شخړې لامل هم ګرځېدلې ده.
همداشان هغه موټر چې په نمبر پلیټ کې یې د ۳۹ شمېره وي خلک یې له اخیستلو ډډه کوي او په ټیټه بیه پلورل کېږي.
امرالله صالح ویلي چې ژر به د دې مسلې د تصویب لپاره د افغانستان د جمهوري ریاست مقام ته وړاندیز هم وکړي.
هغه ټینګار کړی چې له راتلونکې شنبې ورځې څخه باید هیڅ څوک د نمبر پلیټ د اخیستلو پر مهال د ۳۹ شمېرې له امله سرګردانه نه شي او یا بډو ورکولو ته اړ شي.
د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستیال دغه راز ویلي چې دا خبرداری باید جدي وګڼل شي او په اړه یې اجراات وشي.
د ۳۹ شمېرې په تړاو اقتصادي او ټولنیزې لانجې لومړی په هرات ولایت کې راپورته شوې او له هغې وروسته د افغانستان نورو ولایتونو ته وغځېدلې.