د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: د نجونو د ښوونځیو تړل کیدل د طالبانو تر منځ اختلاف څرګندوي


طالبان څه باندې ۸ میاشتې کیږي چې واک ته رسیدلي خو لا هم د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي بند دي.

سره لدې چې طالبانو د پسرلي د راتګ څخه وړاندې ژمنه کړې وه چې د نوي کال په پیل سره به ټولې نجونې او هلکان ښوونځیو ته پریږدي خو د نوي تعلیمي کال په پیل سره طالبانو هلکانو او د شپږم ټولګي پورې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړله او تر شپږم ټولګي پورته نجونو په هکله یې وویل چې په یوې طرحې کار روان دی.

کارپوهان او مبصرین چې د طالبانو کړنې څاري وایي داسې معلومیږي چې د ښوونځیو تړل د طالبانو د هغې ډلې پریکړه ده چې ډیره سخت دریځه ده او دا څرګندوي چې طالبان یوه خوله ندي او د واک پر سر ستونزه لري.

یو شمیر جګپوړو طالب چارواکو چې د نوم نه ښودلو په شرط یې د فرانس پریس خبري اژانس سره خبرې کړي وایي چې پدې موضوع کې د طالبانو مشر پخپله مداخله وکړله.

یو بل جګپوړي طالب چارواکي بیا د نجونو د ښوونځیو تړل کیدل "تباه کوونکې" پریکړه وبلله.

طالبانو وروسته تر هغه په افغانستان کې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل چې د دې ډلې مشرانو په کندهار کې په پټه سره وکتل.

سره لدې چې طالبان د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو د پریکړې لپاره یوازې همدا دلیل راوړي چې باید دا ښوونځي د اسلام په اصولو برابر وي خو د دې ډلې یو جګپوړي غړي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د دې ډلې مشر هبت الله اخندزاده او یو شمیر نور غړي پدې موضوع کې بیخي ډیر سخت ګیر دي او په پریکړه کولو کې برلاسي هغوی و.

دغه غړي وویل چې په طالبانو کې دوه ډلې پیدا شوي. یوه ښاري او بله یې ډیره محافظه کاره او دا ځل محافظه کارې ډلې تر ښاري ډلې میدان وګاټه.

میرمن اشلي جکسن چې لندن میشتې څیړونکي ده او د افغانستان په هکله یې پراخې څیړنې کړي، وایي چې یو شمیر ملایان د حکومت په پریکړو کې بهر پاتې دي او د نجونو د ښوونځیو سره مخالفت کولو ورته یوازینۍ لار ده چې په حکومت کې خپل نفوذ څرګند کړي.

جګپوړي طالب چارواکي وایي د دې ډلې سخت دریځ مشران کوښښ کوي پداشان پریکړو (د نجونو د پوهنې سره مخالفت) خپل هغه جنګیالي خوښ وساتي چې د لیرې پرتو سیمو خلک دي او ډیر محافظه کاران دي.

دغه لوړ پوړې طالب چارواکي وویل، " د هغوي لپاره حتی دا غیرې اخلاقي ده چې ښځه د کوره بهر ووځي، نو تاسو فکر وکړئ چې هغوي به د ښځو د تعلیم په هکله څه ډول نظر ولري؟

د طالبانو دا غړی همدرانګه وایي چې هبت الله اخندزاده د عصري علومو خلاف دی او دا کار د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو سره تړلی بولی.

XS
SM
MD
LG