د لاس رسي وړ اتصالات

د معلولینو د حقونو افغانې مبارزې ته د بشري‌حقونو څار 'معتبر فیلوشیپ' ورکړل شوی


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د بشري حقونو څار سازمان وايي په افغانستان کې د معلولینو د حقوقو مدافع بنفشه یعقوبي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د معلولینو حقوقو د زړه ورې رهبرۍ «مارکابریستو» فیلوشپ تر لاسه کړ.

د بشري حقونو سازمان د پنجشبې په ورځ سپټمبر اتمه (وږې ۱۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون دغه غړي د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا وکمنېدو وروسته له هیواد څخه وتلې او په بریتانیا کې ژوند کوي.

د بشري حقونو څار سازمان د معلولینو د حقوقو د برخې مدیرې شانتا راو باریګا، ویلي چې اغلې یعقوبي یې له نژدې تجربه کړې چې له مرستې پرته د یو نابینا کس بېړنی فرار او پناه اخیستل، څه ډول وي.

اغلې راو بریګا زیاته کړې: "هغه همدارنګه له معلولیت لرونکو افغانانو څخه دفاع کوي تر څو دوی د بشردوستانه غبرګونونو بیا فکر ونکړي او د طالبانو حکومت په رامنځته کېدو سره، ښوونځیو ته د افغان معلولو نجونو د تګ له حق څخه لاس نه دی اخیستی."

د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې اغلې یعقوبي اوس مهال په «جلا وطنۍ» کې په افغانستان د معلولیت لرونکو وګړو له حقوقو څخه دفاع ته دوام ورکوي."ځکه هغه بېریږي چې د طالبانو له بیرته راتګ سره به له زیات تبعیض سره مخ شي."

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس، په افغانستان کې د موجوده سیاسي وضعیت له امله خپلو حقوقو ته د معلولیت لرونکو وګړو لاس رسئ سخت شوی دی، هغه هیواد چې په نړۍ کې زیات معلول وګړي لري.

بنفشه یعقوبي ویلي چې غواړي د بشري حقونو څار بنسټ د سکالرشپ څخه په ټوله نړۍ کې د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ لپاره استفاده وکړي.

هغې ویلي: "د بشري حقونو څار سازمان څخه مننه کوم چې زه یې د دغه غوره انتخاب لپاره وړ وبللم او ډېره زیاته هڅه به وکړم چې تر څو ډاډ تر لاسه کړم چې معلولیت لرونکي وګړي په ځانګړي ډول د معلولیت لرونکو نجونو غږ واورېدل شي."

بنفشه یعقوبي چې په سترګو نه ویني، کلونه د ښځو حقوقو مدافع وکیله وه. هغه همدارنګه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پرمهال د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره هم وه.

ټاکل شوې اغلې یعقوبي د بشري حقونو څار سازمان د دغه فیلوشپ له لارې څخه په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د څېړنو، مطالعې، ملاتړ، اړیکو او معلوماتو راټولو په برخه کې د بشري حقونو څار سازمانو له همکارانو څخه زده تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG