د لاس رسي وړ اتصالات

د څارویو غلو په نایجریا کې ۵۳ تنه وژلي


وسله والو غلو په څو کلیو بریدونه وکړل او د لسګونو کسانو تر وژلو وروسته د سیمې نه تښتیدلي دي.
وسله والو غلو په څو کلیو بریدونه وکړل او د لسګونو کسانو تر وژلو وروسته د سیمې نه تښتیدلي دي.

د نایجریا په شمال لویدیځ کې د زمفارا په ایالت کې پولیس او د سیمې اوسیدونکي وایي وسله والو غلو چې په موټر سایکلونو سپاره و، په څو کلیو بریدونه کړي او هر څوک چې پر مخ ورغلي، ویشتلي او وژلي یې دي.

عیني شاهدان وایي برید کوونکي یو شمیر کسان په کروندو کې ووژل او د ځینو پسې تر کوره ورغلل چې غوښتل یې ځانونه وژغوري.

د زمفارا د ایالت د پولیسو ویاند محمد سیهو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د برید نه وروسته پولیس سیمې ته استول شوي.

د سیمې یو اوسیدونکی موسی ارزیکا وایي چې په برید کې د وژل شویو کسانو جنازه کول هم خطرناک دي ځکه چې وسله وال په ځنګلونو کې پټ شوي او هر وخت د بل برید د کولو خطر شته دی.

د نایجریا په شمال لویدیځ او مرکزي برخو کې پدې تیرو څو کالونو کې د څارویو د غلو، جنایي ډلو او سړي تښتونکو بریدونه ډیر شوي. دا کسان په کلیو بریدونه کوي، کلیوال وژني یا یې د پیسو لپاره تښتوي او د څارویو تر څنګ خلک شکوي او کورونو ته اور اچوي.

د کلیوالو سیمو اوسیدونکو تیره اووني د زومي په ولسوالۍ کې د څو ساعتونو لپاره عمومي لویې لارې تړلې وې او د چارواکو نه یې د دې بریدونو د بندیدو غوښتنه کوله.

په سیمه کې اوسیدونکي وایي چې جنایي ډلې اوس کوښښ کوي چې د ښوونځي ماشومان د پیسو لپاره وتښتوي. ویل کیږي چې جنایي ډلو د تیر کال د ډسمبر د میاشتې راهیسې څه باندې ۸۵۰ زده کوونکي تښتولي او د باج اخیستو نه وروسته یې خوشې کړیدي.

اکثریت جنایي ډلې دا کارونه د پیسو لپاره کوي او مذهبي نظریه نلري خو اوس د مسؤلینو سره اندیښنه پیدا شوې چې ښایي جهادي ډلې چې د تیرو ۱۲ کالونو راپدیخوا د اسلامي دولت د جوړولو لپاره مبارزه کوي، د دې جنایي ډلو سره لاس یو کاندي.

XS
SM
MD
LG