د لاس رسي وړ اتصالات

د تایلېنډ په چاودنې کې د وژل شویو شمېر ۲۲ ته ورسېد


دا په تېرې یوې لسیزې کې په بنکاک کې تر ټولو خطرناکه چاودنه بلل شوې ده.
دا په تېرې یوې لسیزې کې په بنکاک کې تر ټولو خطرناکه چاودنه بلل شوې ده.

د تایلېنډ لومړی وزیر برایوث چن اوچا وايي چې حکومت به یې د تېرې ورځې په برید کې ښکیل مشکوک کسان به پیدا کړي.

د امنیتي کیمرو په اخیستل شویو تصویرونو کې د چاودنې په ځای کې یو شمېر مشکوک کسان ښودل کیږي چې ګرځي راګرځي.

دغه چاودنه چې تېره شپه ناوخته وشوه، لږ تر لږه ۲۲ تنه یې ووژل ۱۲۰ نور یې ژوبل کړل.

چاودنه د هندوانو یو معبد ته نژدې شوې ده.

د تایلېنډ لومړي وزیر وویل ډېر کسان شته چې غواړي د بیلا بیلو دلیلونو له مخې دغه هېواد ړنګ او وران کړي.

ده په خپلې تلویزوني وینا کې وویل "د ورانکاریو د دغو هڅو تر شا ښايي سیاسي انګیزه وي چې پر اقتصاد او توریزم بریدونه کوي. حکومت به دغه جنایتکارانو پیدا او هره هغه شبکه چې په دغې پېښې کې ښکیله ده، قانون پرې تطبیق کړي. "

د چاودنې لومړنی راپور

په بنکاک کې د هندوانو یو معبد ته نژدې چاودنه شوې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۸۷ نور ژوبل دي.

دا چاودنه په بنکاک کې په تېرې یوې لسیزې کې تر ټولو خطرناکه بلل کیږي.

چاودنه په ځايي وخت د شپې ناوخته د بنکاک په مرکز کې شوې ده.

د چاودنې سیمې ته نژدې پنځه ستوریز هوټلونه او نور تجارتي مرکزونه دي، دغې سیمې ته ګرځندویان هم ډېر ورځي.

د یراوان معبد ته نژدې د امریکا غږ خبریال وايي چې تر کنډوالو لاندې شپږ مړي لیدلي دي. هر شپه سلګونه کسان دغه زیارت ته ورځي.

د پټو کیمرو اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې چاودنه ډېره زوروره وه.

تراوسه چا د چاودنې مسولیت نه دی اخسیتی او نه یې هم هدف معلوم دی.

XS
SM
MD
LG