د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دیش د آسیا جام سیالیو څخه ووت


د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام په سیالیو دویمه لوبه د سریلانکا په لوبډلې وبایلله او ‌پدې سره د آسیا جام د سږنیو سیالیو څخه ووته.

بنګله دیش د پنجشنبې سپټمبر ۱ (وږي۱۰) په لوبې سیالې لوبډلې ته په شلو اورونو کې د ۱۸۴ منډو هدف ټاکلی و چې د سریلانکا لوبډلې وکړی شو پداسې حال کې یې د لوبې په وروستي اوور کې ور پوره کاندي چې ۸ لوبغاړي یې سوځیدلي و.

د دې لوبې په ګټلو سره د سریلانکا لوبډله دویم پړاو (سوپر فور) ولاړه او د شنبې په ورځ به یو ځل بیا د افغانستان د لوبډلې سره مخ شي.

افغانستان د روانو سیالیو په پيل کې وکړی شو چې د سریلانکا لوبډلې ته په خورا آسانۍ ماتې ورکړي.

د افغانستان او سریلانکا د لوبډلو تر څنګ هند هم خپلې دواړې لوبې ګټلي او سوپر فور ته یې لار پيدا کړې.

د لومړي پړاو وروستۍ سیالي د جمعې په ورځ د پاکستان او هانګ کانګ د لوبډلو تر منځ کیږي چې ګټونکې لوبډله به یې په سوپر فور کې د هند سره مخ شي.

پاکستان او هانګ کانګ خپلې دواړه لومړنۍ لوبې بایللي.

سږکال دا لوبې شل اوریزې دي، ځکه چې څو میاشتې وروسته په استرالیا کې د شل اوریز نړیوال جام لوبې پیلېږي او دا د دغو اسیايي لوبډلو لپاره د نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي یو بهیر هم بلل کېږي.

تېر اسیا کپ د کرونا ویروس له کبله وځنډول شو، د کرکټ نړیواله شورا وايي‌ چې ټاکل شوې وه چې دا لوبې په سري لانکا کې وشي خو هلته د سیاسي او اقتصادي‌ ستونزو له کبله دا لوبې اماراتو ته انتقال شوې. د لوبو کوربه هېواد اوس هم سري لانکا ده.


XS
SM
MD
LG