د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دیش لوبډلې کرکټ نړیوال جام کې پنځه واړه لوبې وبایللې


بنګله دیش په دویم ګروپ کې و او د دویم پړاو ۵ واړه لوبې یې وبایللې
بنګله دیش په دویم ګروپ کې و او د دویم پړاو ۵ واړه لوبې یې وبایللې

د بنګله دیش د کرکټ لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې د شل اوریز نړیوال جام په دویم پړاو سیالیو کې پنځه لوبې وکړلې او ټولې یې وبایللې. د بنګله دیش وروستۍ لوبه نن د اسټرالیا د لوبډلې سره وه.

بنګله دیش د اسټرالیا لوبډلې ته یوازې د ۷۴ منډو هدف ټاکلی و چې د لوبې په اووم اور کې پداسې حال کې پوره شو چې د اسټرالیا یوازې ۲ لوبغاړي سوځيدلي و.

د بنګله دیش لوبډله د جام په دویم ګروپ کې د انګلستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا او سریلانکا سره ده. پدې ګروپ کې تر ټولو مخکښه لوبډله تر دې دمه د انګلستان د کرکټ ملي ټیم دی چې ۴ لوبې یې کړي او ټولې یې ګټلي دي.

د همدې ګروپ بله قوي لوبډله اسټرلیا ده چې په ۴ لوبو کې یې ۳ ګټلي او دویم مقام لري.

بنګله دیش سره لدې چې د آی سي سي د بشپړ غړی هیواد دی خو وې نشو کړی په مستقیمه توګه د نړیوال جام سیالیو ته ووځي او باید چې د اسوشیټید غړیو سره یې سیالي کړې وی.

د روان شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې ۱۲ لوبډلې دي چې په دوو ګروپونو ویشل شوي او هره لوبډله ۵ لوبې کوي. د دواړو ګروپونو څخه لومړی او دویم مقام ګټونکې لوبډلې نیمه پای لوبې یا سیمې فاینل ته لار پیدا کوي.

افغانستان په لومړي ګروپ کې دی او تر اوسه یې په ۴ لوبو کې ۳ ګټلي او په دویم مقام کې ده او تر ټولو مهمه لوبه یې د یکشبنې په ورځ د نیوزلینډ سرد لوبډلې سره ده.

XS
SM
MD
LG