د لاس رسي وړ اتصالات

یوې بنگله دیشي مطبعې د آزادۍ نړیواله جایزه وگټله


د بنګله دیش په پایتخت ډاکه کې د کتابونو د چاپ یوې مطبعې ته د امریکا د چاپي آثارو د یوه سازمان له لوري یو غټ مډال ورکړل شوی دی ځکه دغه موسسې د پرله پسي ګواښونو برسیره هغه کتابونه چاپ کړي چې د سکیولر لیکوالانو له خوا لیکل شوي وو. د تیرکال په موده کې پر دغو لیکوالانو باندې خونړي بریدونه شوي او اوس هم لیکوالان د مسلسل ګواښونو سره مخ دي.

د بنګله دیش د سودهشر چاپي سازمان روانه اونۍ د لابیر د آزادۍ نړیواله جایزه وګټله سره له دې چې د خطرناکو ګواښونو سره مخ و او د بنګله دیش حکومت یې ډیر لږ ملاتړ کوی. دغه سازمان ته په نیویارک ایالت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دغه جایزه ورکړل شوه.

د سودهشر یو بنسټ ایښونکي محبوب لیلن دا جایزه ترلاسه کړه
د سودهشر یو بنسټ ایښونکي محبوب لیلن دا جایزه ترلاسه کړه

د سودهشر مطبعې د بنګله دیشي الاصله امریکايي لیکوال اویجیت روی او د بل لیکوال اننتا بیجوی کتابونو چاپ کړل چې دواړو لیکوالانو سکیولري افکار درلودلل او پر دواړو کسانو باندې تیرکال مذهبي افراطیانو برید وکړ او دواړه یې په ډير بې رحمانه ډول ووژل.

دغه نړیواله جایزه هغو کسانو او چاپي سازمانونو ته ورکول کيږي چې د امریکا دباندي د سیاسي فشارونو برسیره جرت څرګندوي او خپل کار ته ادامه ورکوي.

د سودهشر یو بنسټ ایښونکي محبوب لیلن د جایزې د ترلاسه کولو پرمهال وویل چې دا جایزه په اصل کې د هغو کسانو درناوی دی چې په بنګه دیش کې د خپلو ادبي فعالیتونو په خاطر وژل شوي دي. هغه امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکه کې داسې وویل: ،، دا جایزه یواځي زمونږ د مطبعې نه ده بلکې د لیکوالانو د نړیوالې ټولنې ، د نورو مطبوعاتي سازمونو او بشري حقوقو د ډلو پیغام په کښي نغښتلی دی چې په بنګله دیش کې د بیان د آزادۍ په مبارزه کې د بنګله دیشي لیکوالانو ملاتړ کوي. ښاغلي لیلین زیاته کړه چې دا جایزه به دوي نور هم وهڅوي چې خپل ماموریت ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG