د لاس رسي وړ اتصالات

په بنگله دیش کې د هندوانو پر کورونو او معبدونه حملې شوي


پولیس وایي د هندوانو ١٠٠ کورونه او پنځه معبدونه لوټ شوي دي
پولیس وایي د هندوانو ١٠٠ کورونه او پنځه معبدونه لوټ شوي دي

پولیس وایي د بنگله دیش په ختیځ کې په سلگونو مسلمانانو چې د ټولنیزو رسنیو د یو رپوټ په وجه په غوصه وو، د هندوانو پر کورونو او معبدونو باندې حملې وکړې.

دا ډول پراخ او شدید مذهبي تاوتریخوالی په بنگله دیش کې بیساری دی.

دا تاوتریخوالی په ټولنیزو رسنیو کې د خپور شوي یو عکس له وجې رامنځ ته شو چې د کعبې د یو عکس دپاسه د هندوانو د الاهې شیوا تصویر کښل شوی و. پولیسو د دغه تشدد په اړوند ١٥ تورن کسان نیولي دي.

د بنگله دیش د پولیسو یو سیمه ییز منصبدار عبدالکریم وایي کله چې ددغه تصویر په اړه خلک خبر شول، په سلگونو کسانو د یکشنبې په ورځ د دوو ساعتونو لپاره د ډاکې په ختیځ کې د هندوانو پر سیمه حملې وکړې.

پولیس وایي د هندوانو ١٠٠ کورونه او پنځه معبدونه لوټ شوي دي. یو شمیر بلوا کوونکو یو ٢٧ کلن سړی د لانجمن تصویر د خپرولو په تور ایسار کړی و، خو پولیسو تر اوسه نده معلومه کړې چې دا کار دې همدې شخص کړی وي. د پولیسو مامور عبدالکریم وایي "دوی په دې اړه پلټنې کوي".

د پولیسو تازه قواوی او د بنگله دیش سرحدي ځواکونه د ډاکې ختیځ ١٥٠ کیلومیترۍ ته ددغې کړکیچنې سیمې د امن کولو لپاره استول شوي دي.

ویل کیږي چې په بنگله دیش کې د مذهبي ټولنو ترمنځ دا ډول ټولنیز تاوتریخوالی او ورانکاري غیر معمول کار دی، خو دا هیواد اوس هڅه کوي چې د سخت دریځو اسلامپالو ملیشو د تاوتریخوالي مخه ونیسي چې پر مذهبي لږکیو او بې دینو باندې حملې کوي.

XS
SM
MD
LG