د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش د کرونا د نوې بڼې له کبله حکومتي او شخصي دفترونه تړي


حکومت اعلان کړی چې یوازې د روغتیایي خدماتو د تر لاسه کولو لپاره خلک اجازه لري د کورونو نه بهر راووځي.
حکومت اعلان کړی چې یوازې د روغتیایي خدماتو د تر لاسه کولو لپاره خلک اجازه لري د کورونو نه بهر راووځي.

په بنګله دیش کې د کرونا د ویروس د نوې "خطرناکې" بڼې د ډیریدو له وجې چارواکو اعلان کړ چې سره د دوشبنې په ورځ به ټول حکومتي او شخصي دفترونه د یوې اوونۍ لپاره تړلي وي.

حکومت همدارنګه اعلان کړی چې خلک به اجازه ولري یوازې د روغتیا اړوند کارونو لپاره د کورونو نه بهر راووځي.

د حکومت په اعلامیې کې د کرونا د ویروس د نوې بڼې "دلتا" د پیښو د ډیریدو نه وروسته ویل شوي، " د عاجلو حالاتو پرته هیڅوک اجازه نلري چې د کورونو نه بیرون راووځي. "

د بنګله دیش د روغتیا د وزارت ویاند روبید امین ویلي چې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو د بندیز د تطبیق لپاره به پولیس او سرحدي ګارډ په دندو وګمارل شي او زیاته کړې یې ده چې د اړتیا په صورت کې د پوځ نه هم کار اخیستل کیدی شي.

ښاغلي امین د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، " وضعیت خطرناک دی. که مخه یې ونه نیسو، د هند په شان حالت به دلته هم راشي"

د دلتا ویروس د اپریل او مۍ په میاشتو کې په هند کې خپور شو چې د ګڼ شمیر کسانو د مرګ سبب شو.

په بنګله دیش کې هم د مۍ د میاشتې راپدیخوا په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمیر ورځ په ورځ ډیریږي.

پدې هیواد کې یوازې تیره ورځ ۶ زره کسان په کرونا اخته شول او ۱۰۸ مړه شول.

د کرونا د وبا د پیدا کیدو راهیسې دومره ډیر کسان په بنګله دیش کې په یوه ورځ نه وو مړه شوي.

XS
SM
MD
LG