د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی نن د تشدد په یوې پیښې کې یو ماشوم او یو بنګله دیشی انجینر وژل شوي دي.


په افغانستان کی نن د تشدد په یوې پیښې کې یو ماشوم او یو بنګله دیشی انجینر وژل شوي دي.
په افغانستان کی نن د تشدد په یوې پیښې کې یو ماشوم او یو بنګله دیشی انجینر وژل شوي دي.

د ناتو چارواکي وایی چی د کندهار په ولایت کی د موټر بم په چاودنه کی یو ماشوم مړ شوئ او یوولس نور ماشومان زخمي شوي دي.

چارواکي وایی چی دا چاودنه یوه ځان مرګي بم چونکي کړی ده او د پولیسو قوماندان یی په نښه کړئ ؤ.

د پولیسو قوماندان ته کوم زیان نه دئ رسیدلئ خو یو بل کس په دی چاودنه کی مړ شوی دی.

همدا شان د افغانستان په شمال کی پولیس وایی چی د بلخ په ولایت د سړک د غاړی په یوه ساختمانی پروژی په کارګرانو باندی په حملی کی یو بنګله دیشئ انجینر وژل شوئ دئ. پولیس وایی چی لږ تر لږه دوه کارګران برمته نیول شوي دي. د بلخ د ولایت د امنیې قوماندانۍ یوه ویاند شیر جان دراني امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل چې د برمته شویو کسانو د موندلو او خلاصون لپاره یې عملیات په لاره اچولي دي.

ښاغلي دراني همدارنګه ویلي چې د وژل شوي بنګله دیشي انجینر مړی د سړک جوړونې شرکت ته سپارل شویدی.

ل پلو ناتو وایی چی د هغوی دوه عسکر وژل شوي دي. هغوی وایی چی یو عسکر د افغانستان په ختیځ کی د یاغیانو په حمله کی او بل په جنوب کی د بم په چاودنه کی وژل شوئ دئ.

XS
SM
MD
LG