د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگله دیش پارلماني ټاکنې؛ ١٢ تنه ووژل شول


صدراعظمه حسینه د بریا لپاره د پارلمان د ٣٠٠ څوکیو څخه د ١٥١ څوکیو گټلو ته اړتیا لري.
صدراعظمه حسینه د بریا لپاره د پارلمان د ٣٠٠ څوکیو څخه د ١٥١ څوکیو گټلو ته اړتیا لري.

د شیخ حسینه واجد د عوامي لیګ واکمن ګوند او د اپوزیسیون د ملاتړو ترمنځ په شخړو کې لږترلږه دولس تنه وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپيان شوي دي.

بنگلادیشیان نن پریکړه کوي چې صدراعظه شیخ حسینه واجد څلورمې دورې لپاره غواړي او که نه؟ د خبریالانو په وینا د رایو مرکزونه نن سهار په خپل وخت پرانیستل شول، خو د ورځې په پیل کې د خلکو گڼه گوڼه نه وه.

بنگله دیش ١٦٥ میلیونه نفوس لري خو په ټاکنو کې د خلکو د برخه اخیستلو شمیر ډیر کم و.

حسینه واجد له تیرو لسو کلنو راهیسې واکمنه ده، او په دې دوران کې اپوزیسیون ځپل شوی دی.

شیخ حسینه د رایې د اچولو وروسته د ټاکنو د بیا گټلو په اړه ډاډه ښکاریدله او وې ویل "زه باور لرم چې د بنگله دیش خلکو به کشتۍ ته چې (د عوامي لیگ گوند نښه ده) رایه ورکړې وي او د پرمختگ په بهیر کې د خدمت بل فرصت را په برخه کړي او بنگله دیش د پرمختگ په حال کې د هیوادونو سره جوگه کړي.".

سیال گوندونه

د شیخ حسینې مهمه سیاله د هیواد پخوانۍ صدراعظمه خالده ضیا ده چې د بنگله دیش د ملتپال گوند مشره ده او اوس د اداري فساد په جرم زنداني ده.

محکمې هغې ته په انتخاباتو کې د برخه اخیستو اجازه ورنکړه او مخالفو گوندونو د ٨٢ کلن کمال حسین په رهبري یو ائتلاف جوړ کړ.

کمال حسین د اکسفورډ پوهنتون څخه فارغ شوی حقوقپوه دی او پخوا د شیخ حسینې د عوامي لیگ د گوند غړی و.

حسین وایي "ما په تیلفون کې هرچاته وویل چې ما ته د شکایت لیکونو د لیږلو ترڅنگ مامورین، مفتشین او رسنی په هغه څه خبر کړی چې تاسو یې شاهدان یاست. ستاسو ترڅنگ به مونږ هم دغه شکایتونه ټول کړو، حکومت او د ټاکنو کمیسیون ته به یې وسپارو."

د ټاکنو په ورځ د موبایل انترنت بند وه او د پلازمینې ډاکې سړکونه تش وه ځکه چې خلک خپلو کلیو او بانډو ته د رایو مرکزونو ته تللي دي.

نظر پوښتنې ښېي چې د ٢٠٠٨ کال نه راپدیخوا چې شیخ حسینه په بې سیاري توگه ټاکنې وگټلې د هیواد ناخالصه عواید هر کال ٦ سلنه وده کړې ده او په همدې خاطر وړاندوینه کیږي چې هغه به دا ځل هم په اسانۍ ټاکنې وگټي.

صدراعظمه حسینه د بریا لپاره د پارلمان د ٣٠٠ څوکیو څخه د ١٥١ څوکیو گټلو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG