د لاس رسي وړ اتصالات

ملابرادر د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له مشر سره کتلي 


ایراني چارواکو او طالبانو دا منلې چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ ایران ته د دوي تللي پلاوي د ایران د ملي امنیت د شورا له مشر سره لیدلي‌دي.

د طالبانو ویاندویانو ویلي چې دغه ملاقات د چهارشنبې په ورځ‌ ۲۷ جنوري‌( سلواغې ۸) ترسره شوی چې پکې دواړو غاړو د پولې اړوند مسایلو، د افغان مسافرینو او سوداګرو تګ راتګ، په ایران کې د افغان مهاجرینو وضعیت او د دواړو غاړو تر منځ اړیکو په پیاوړتیا سربیره د بین الافغاني مذاکراتو په اهمیت او په افغانستان او سیمه کې د سولې په موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.

ښاغلي علي شمخاني هم په خپل ټویټر کې د طالبانو په اړه لیکلي او هغوي یې دامریکا په وړاندې مبارزې کې د ټینګ هوډ خاونده ډله بللې.

د ایرنا خبري آژانس د ایران د ملي امنیت د مشر له خولې ویلي: د ایران د ملي امنیت شورا مشر وایي چې ایران به په افغانستان کې هیڅ داسې یو نظام په رسمیت ونه پیژني چې د جګړې له لارې رامنځته شي او د افغانستان د راتلونکي په ټاکلو کې باید ټولو قومونو ته په سوله ییزه توګه د مشارکت لارې چارې برابرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا تیرې ادارې په ایران تور لګولی و چې طالبانو ته وسلې برابروي او د هغوي مالي تمویل کې مرسته کوي چې د امریکایي سرتیرو په وړاندې په افغانستان کې جګړه وکړي. هغه تورونه چې تهران په وار وار رد کړي او “بې بنسټه”یې بللي‌و.

په امریکا کې د سي ان ان شبکې تیر کال د اګست په میاشت کې په یو خپاره شوي راپور کې ویلي و چې داسې اسناد یې تر لاسه کړي چې ایران په افغانستان کې طالبانو ته د امریکایي او ایتلاف ځواکونو وژلو لپاره پیسې ورکړې دي.

سره له دې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په وینا د ایران حکومت د طالبانو ډله یوه ترورستي ډله ګڼل ګڼي، په تیر یو کال کې دا دریم ځل دی چې د طالبانو هیات خبرو اترو لپاره د ایراني چارواکو سره په تهران کې ګوري.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي‌شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې د طالبانو د هیئات او ایران حکومت ترمنځ‌ خبرې اترې د هغه د دفتر سره په تفاهم کې شوي دي.

XS
SM
MD
LG