د لاس رسي وړ اتصالات

ملا برادر: له بېړنیو حالاتو سره مقابلې ته چمتووالی لرو


د طالبانو د رئیس الوزار مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د رئیس الوزار مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د رئیس الوزار مرستیال ملا عبدالغني برادر وروستیو وروښتونو ته په اشارې وايي، «اسلامي امارت» له بېړنو حالاتو سره مقابلې ته پوره چمتووالی لري.

نوموړي نن جمعه جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۷) په یو ویډیويي پیغام کې ټولو وزارتونو ته امر کړی چې په بېړنو حالاتو کې له خلکو سره مرسته وکړي او د خلکو د ژوند ژغورلو،د لارې خلاصولو او د کمکي موادو رسولو په خبره کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

د طالبانو د رئیس الوزرا لومړي مرستیال زیاته کړې: "د هیواد په ټولو سیمو کې مجادهدینو ته امر کیږي چې په دې خاصو شرایطو کې د محتاجو خلکو مرسته کړي."

ښاغلي برادر زیاته کړې چې طالب سرتیري باید د طبیعو پېښو سره د مبارزې وزارت، سرې میاشتې او کډوالو او ستنېدونکو وزارت سره په همغږۍ د حوادثو پښېدو په صورت کې د خلکو بشپړه خدمت وکړي.

د طالبانو د رئیس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر همدارنګه ویلي چې وروستیو ورښتونو د هیله مندۍ سره خلکو ته زیانونه هم اړولي دي.

نوموړي اړتیا ته په کتو د نړۍ پر هیوادونو، بشري او خیره سازمانونو غږ کړی چې په دې «حساس» وخت کې افغانان هیر نکړي او په خبره یې د طبیعي، سېلابونو راوتلو، واورې ښویېدو او ساري ناروغیو پېښېدو په صورت کې بېړنیو مرستو ته اړتیا پيدا کیږي.

هغه ویلي:"همدا اوس هم د هیواد په ډیرو سیمو کې خلک خوراکي توکو، سر پناه، لباس، درملو او نقدي مرستو ته عاجله اړتیا لري،بناً له سیاسي ملاحظو پرته نړیوال د بشریت له مخې له اړمنو سره مرسته وکړي او خپل انساني مکلفیت ادا کړي."

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د رئیس الوزار ملا محمد حسن اخند لخوا طبیعي پېښو ته د رسېدو کمسیون مشر ټاکل شوی دی.

په تیره یوه اونۍ کې د افغانستان له ټولو ولایتونو کې د درندې واورې او ورښتونو او سېلابونو راوتلو راپورونه ورکړل شوي دي.

د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې د تیرو څو ورځو ورښتونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ تنه مه شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG