د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې واورې ښویدو پنځه کسان مړه کړي


په افغانستان کېد واورو ښویدنه
په افغانستان کېد واورو ښویدنه

د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي په بدخشان ولایت کې د واورې ښویدو له امله پنځه کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د دوی په وینا چې دغه واوره ښویدنه پرون دوشنبه جنورۍ درېیمه (مرغومې ۱۳) د یاد ولایت په راغستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د باختر دولتي خبري آژانس د معلوماتو په اساس په دغه طبیعي پېښه کې مړه شوي کسان په یاده ولسوالۍ کې د سرو زرو کان کېندونکي دي.

ویل کیږي چې اوس مهال د دغه طبعیي پېښې په ځای کې درنده واوره جریان لري او د سیمې اوسېدونکي تر دا مهاله د مړه شوو کسانو به پیدا کولو نه دي توانېدلي.

د تیرو دوو ورځو راپدېخوا د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې بارانونه او واورې پيل شوي چې له امله یې د ځینو ولایتونو د تګ راتګ مواصلاتي لارې هم بندې شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې اوس مهال د دغه ولایت د ګڼو ولسوالیو لارې د مرکز فیض اباد سره تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت وویل چې د کابل ـ بامیانو او غور لارې د درندو واورو له امله بندې شوي دي.

XS
SM
MD
LG