د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان - کندوز لویې لارې په شاو خوا کې لا هم جنګ دی


د بغلان - کندز پر لویه لار هره ورځ زرګونه مسافر تګ راتګ کوي.
د بغلان - کندز پر لویه لار هره ورځ زرګونه مسافر تګ راتګ کوي.

د بغلان او کندوز تر منځ د جرخشک په سیمه کې د لوي لارې شاو خوا سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه جریان لري.

د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون د قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري امریکاغږ ته وویل چې د بغلان کندوز تر منځ د لوی لارې په اووږدو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ هغه وخت جګړه ونښته چې غوښتل یې دغه د مساپرو پر مخ وتړي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال جګړه له لویې لارې لرې ده، او یوازې مسافرو ته د احتمالي تهدید په خاطر باندې افغان پولیسو د څو دقیقو لپاره دغه لار تړلې وه.

اکبري زیاته کړه چې اوس مهال مساپر ازادانه د کندوز بغلان پر لویه لار تګ راتګ کوي.

د بغلان کندوز تر منځ غځیدلې لار په داسې حال کې تر امنیتي تهدید لاندې راځي چې تیره ورځ د کندوز تخار تر منځ غځیدلې لار له یوې اونۍ بندښت وروسته د تګ راتګ لپاره پرانستل شوه.

طالبانو د منصوري عملیاتو له اعلان وروسته د خواجه غار- درقد او کندوز- تخار لارې تر یوې اونۍ پورې تړلې وې.

د سیمې خلک هم د کندوز بغلان دلارې په اوږدو کې د امنیتي تهدیداتو یادونه کوي او وايي چې دغه لاره د یو ساعت بندښت وروسته پرانستل شوې ده.

نن د بغلان کندوز تر منځ لویه لار هم د جرخشک په سیمه کې د یو ساعت لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، خو پولیس وايي چې اوس مهال دغه لار خلاصه ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG