د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د چهارشنبې په ورځ، ډسمبر لسمه، د ځینو نورو اثارو ترڅنګ د بهزاد هنري مینیاتوري د افغانستان په نوم د خپل ملموس نړیوال فرهنګي میراث په لست کې ثبت کړ.
یونسکو ویلي دي چې د پنځلسمې پېړۍ د دغه مشهور هنرمند کمال الدین بهزاد د مینیاتورۍ هنر «هویت او تداوم رامنځ ته کوي او د افغانستان د خلکو د فرهنګي جوړښت سره مرسته» کوي.
یونسکو ویلي دي: «هنرمندانو او د ډیزاین ډېرو څانګو د کمال الدین بهزاد د اثارو له سبک څخه الهام اخیستی او خپل اصلي الګو یې بولي.»
کمال الدین بهزاد هروي د خپل وخت مشهور خطاط، نقاش او مینیاتوریست و، چې هنري اثار یې لا هم د هرات په ولایت کې موجود دي. بهزاد د مینیاتورۍ یو مشهور مبتکر بلل کېږي.
د یونسکو په ویبسایټ کې لیکل شوي دي چې د مینیاتورۍ هنر د تاریخ او ادبیاتو د شېبو د نقاشۍ دقیق او څرګند شکل دی. د دوی اصلي دنده دا ده چې له دې لارې خلک د خپل فرهنګ، تاریخ او ادبیاتو سره اشنا کړي.
یونسکو ویلي دي چې د مینیاتورۍ هنر ته «یوازې د داستان ویلو او مانا د انتقال د وسیلې په توګه نه لیدل کېږي، بلکې په نقاشیو، معماریو او نورو تاریخي منارونو کې هم» څرګند دی.
فورم \ دبحث خونه