د لاس رسي وړ اتصالات

بیروت کې زورورې چاودنې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د لبنان مرکز بیروت کې چاودنه
د لبنان مرکز بیروت کې چاودنه

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د لبنان مرکز بیروت کې د پرونې چاودنې له امله ۱۰۰ تنه وژل شوي او نژدې ۴۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

یاد اژانس د ځايي چارواکو په حواله ویلي چې د لبنان ژغورونکي ډلې د چاودنې له امله تر خاورو او نړېدلو ودانیو لاندې د بند پاتې کسانو د را ایستلو هڅې پيل کړي دي.

دغه زوروه چاودنه چې د ځاني زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه یې هم اړولي د مرکز بیروت په بندري ګدامونو کې رامنځته شوې ده.

د یاد هیواد چارواکو ویلي د سې شنبې ورځې چاودنې له امله د مړو شمېر کېدای شي نور هم لوړه شي.

د لبنان ولسمشر میشل عون د چهارشنبې په ورځ د کابینې بېړنۍ غونډه راغوښتې او د دوو اونیو لپاره یې ملي ماتم اعلان کړی دی.

ښاغلي عون ویلي چې دغه زوروره چاودنه د هغه ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایټریټ له امله رامنځته شوې چې د تیرو شپږو کلونو رادېخوا په یو ګدام کې ځای پر ځای شوي، خو څوک یې په اړه خبر نه و.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د لبنان مرکز بیروت کې د پرونۍ چاودنې په اړه خواشیني ښودلې او هیله یې ښودلې چې د لبنان حکومت او خلک د چاودنې له امله رامنځته شوی حالت مدیریت کړي او په بریالي توګه ورڅخه ووزي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي:"جمهوررئیس غني پر دغې خونړۍ پېښې او د هغې په مالي او ځاني زیانونو سخت خواشینی شو او هیله یې څرګنده کړه چې د لبنان حکومت او خلک دغه سخت او غمجن حالت مدیریت کړای شي او په بریالۍ توګه ورڅخه ووځي."

پدې ترڅ کې نړیوالې ټولنې لبنان ته د مرستو لاس غزولی دی. د خلیج عرب هیوادونو چې د ایران د نفوذ دمخه د لبنان عمده مالي ملاتړي وو، بیروت ته یې په الوتکو کې روغتیایي وسایل او نور مواد استولي دي. ایران هم د خواړو او د یو سیار روغتون د جوړولو وړاندیز کړی دی.

اروپایي اتحادیې، ترکیې، د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، او نورو لویدیځو هیوادونو چې په لبنان کې د سیاسي بدلون غوښتنه کوي، هم د مرستو وړاندیز کړی دی. هالنډ ویلي چې ډاکتران، نرسان او د ژغورنې عمله بیروت ته استوي.

نړیوال روغتیایي سازمان او د نړیوال سره صلیب اتحادیې هم د درملو او روغتیایي تجهیزاتو مرستې کړې دي.

چاودنې په خلکو کې وېره خپره کړې ده.
چاودنې په خلکو کې وېره خپره کړې ده.

پخواني معلومات

د لبنان امنیتي مقامات وایي د لبنان په پلازمینه بیروت ښار کې دوو سترو چاودنو په سلګونو کسان مړه او ټپیان کړي او زیات مالي تاوان یې اړولی دی.

سره له دې چې تر اوسه پدې چاودنو کې د تلفاتو کره شمیره نده معلومه، خو لبناني چارواکو ویلي چې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پدې ترڅ کې د لبنان سره صلیب ویلي چې په دغو چاودنو کې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لبنان صدراعظم حسن دیاب د چهارشنبې ورځ اګست پنځمه په هیواد ملي ماتم اعلان کړ.

د لبنان جمهور رئیس میشل عون، د هیواد د دفاعي شورا بیړنۍ غونډه رابللې ده.

بلخوا د لبنان د ملي امنیت عمومي رئیس ابراهیم عباس ویلي دي چې ښایي دغه چاودنې د هغو چاودیدونکو توکیو په وجه رامنځ ته شوې وي چې کلونه مخکې ضبط شوي وو او په یو بندري ذیرمتون کې ساتل کیدل. هغه وویل چې پدې هکله پلټنه پیل شوې ده.

لبناني رسنیو د هغو کسانو تصویرونه خپاره کړي چې ټپیان شوي او یا هم د ودانیو لاندې شوي دي.

یو عیني شاهد د فرانس پرس اژانس ته وویل چې چاودنې دومره قوي وې چې "فکر مې کاوه زلزله ده."

د بیروت چاودنه
د بیروت چاودنه

ددې چاودنو انگیزه تر اوسه نده څرګنده شوې.

امنیتي ځواکونو د لبنان په بندري ساحه کې ددغو دوو چادونو رامنځ ته کیدل تائید کړي دي.

دا پداسې حال کمې دي چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ کړکیچ وروسته له هغې زیات شو چې اسرائیل وویل د لبنان د حزب الله یو برید یې خنثی کړی دی؛ هغه ادعا چې حزب رده کړې ده.

XS
SM
MD
LG