د لاس رسي وړ اتصالات

بېلاروس کې ناکرارۍ؛ لوکاشینکو روسیې ته تللی 


تمه کېږي چې لوکاشینکو د خپل حکومت د بقا لپاره د روسیې له ولسمشر نه د ملاتړ غوښتنه وکړي

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د دوشنبې په ورځ، سپټمبر ۱۴مه له خپل روسي سیال ویلادمیر پوتین سره د خبرو لپاره د روسیې سوچي ښار ته تللی دی.

تمه کېږي چې لوکاشینکو ددغه سفر په ترڅ کې د خپل حکومت د بقا لپاره د روسیې له ولسمشر نه د ملاتړ غوښتنه وکړي. د تېرې میاشتې په لانجمنو ټاکنو کې له بریالي کېدو وروسته، دا د روسیې له ولسمشر سره د لوکاشینکو لومړنی مجلس بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې مېشل بشلېټ د دوشنبې په ورځ ویلي چې د لوکاشینکو د بیا ټاکل کېدو پر ضد د لاریونونو په جریان کې د خلکو د ربړولو ادعاګانې باید وڅېرل شي.

دغې شورا ویلي چې له خلکو سره د شوي تاوتریخوالي په اړه به دوي یوه بېړنۍ غونډه راوبولي.

د یکشنبې په ورځ څه ناڅه ۱۰۰۰۰۰ کسانو د بېلاروس په مرکز مېنسک کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو پر ضد لاریون وکړ. لوکاشینکو په ټاکنو کې د بریا ادعا کوي خو سیالان یې د ټاکنو پایلې نه مني او وايي ‌چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي.

پولیس وایي چې دوي څه باندې ۴۰۰ معترضین نیولي دي او د معترضینو نیول تېره شپه هم روان وو.

روسیې د بېلاروس ملا تړلی او ویلي دي چې د اړتیا په صورت کې به بېلاروس ته د بلوا ضد پولیس لېږي.

د لوکاشینکو پر ضد د ولسونو د غوسې له زیاتېدو سره سره، روسیې ویلي چې دوي د لوکاشینکو د ملاتړ په خاطر د ګډو تمریناتو لپاره به پراشوتي پوځیان واستوي.

معترضین وایي چې د اګست د نهمې نېټې ټاکنې سفیاتلانا تسیخانوسکیا چې اوس په لېتوانیا کې اوسېږي، ګټلې دي.

لوکاشینکو په ټاکنو کې د درغلیو په اړه ادعاګانې نه مني. هغه وايي چې بهرني قدرتونه د معترضینو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG