د لاس رسي وړ اتصالات

د بلاروس یوې بار وړونکي الوتکې سقوط کړی او ټوله علمه یې وژل شوې


په سربیا کې د بلاروس د یوې الوتکې د سقوط او سوځیدو له امله په الوتکه کې ټول نهه سپاره کسان وژل شوي دي.

چارواکي وایي چې الوتکه د چهار شنبې په ورځ نومبر ۳ (لړم ۱۲) د سربیا له ارکوسټک ښار څخه بیرون له رادار څخه لادرکه شوه.

د روسیې د هوایي چلند ادارې ویلي دي دغه انتونوف الوتکه چې د بلاروس د ګرودنو شرکت پورې اړونده ده ، پر ځمکه تر کیناسو وروسته بې کنټروله شوه او ارتباط هم ورسره قطع شو.

د ارکوسټک والي اګور کوبزف ویلي:"یوازنی شی چې موږ وینو، له بدمرغه ټول کسان وژل شوي دي."

د پیښې له سیمې څخه په خپرو شویو تصاویرو کې ښکاري چې د ژغورنې مامورین په واورینه فضا کې د اور د وژلو هڅه کوي.

د روسیې د تحقیقاتو د کمیټې سیمه ایز دفتر ویلي دي د ټرانسپورت د خوندیتوب د قوانینو څخه د سرغړونې جرمي قضیه یې پرانیستې ده.

د بلاروس چارواکو ویلي دي چې دې الوتکې درې د بلاروس، دوه روسي او دوه تجربه لرونکي اوکرایني د عملې غړي درلودل چې ټول پکې وژل شوي دي.

چارواکو زیاته کړې په الوتکه کې هیڅ هم نه انتقالیدل. روسي څیړونکو بیا تر دې پیښې وروسته ویلي دي چې په الوتکه کې دوه نور مساپر هم وو.

هوایي پيښې د پخواني شوروي اتحاد په ساحه کې غیر معمولي ندي په خاص ډول کله چې زړې الوتکې کارول کیږي.

XS
SM
MD
LG