د لاس رسي وړ اتصالات

بلجیم کې د سویډن ۲ اتباع په ډزو وژل شوي ؛ چارواکو د ترهګرۍ د خطر کچه لوړه کړې


پولیسو ویلي چې د ډزې کوونکو پسې ګرځي او له خلکو یې غوښتي چې بیدار دې وي.
پولیسو ویلي چې د ډزې کوونکو پسې ګرځي او له خلکو یې غوښتي چې بیدار دې وي.

په بلجیم کې چارواکو دوشنبه اکټوبر ۱۶ (تلې۲۴) د ترهګرۍ خطر تر ټولو لوړې کچې ته وروسته تر هغه پورته کړ چې وسله والو په سیمه ایز وخت د شپې ناوخته د دې هیواد په پایتخت برسلز کې دوه تنه په ډزو وویشتل او وې وژل.

د بلجیم صدراعظم ډي کور دا پیښه ترهګري بللې او چارواکي لا هم د وسله والو نیولو پسې ګرځي.

د بلجیم ترهګرۍ ضد مرکز په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سویډن دا دوه اتباع د یو لوبغالي څخه یوازې ۳ میله لیرې وژل شوي چې د سویډن او بلجیم د فوټبال لوبډلو تر منځ پکې د لوبې کتلو لپاره څه باندې ۳۵ زره کسان راټول شوي و.

چارواکو ویلي چې د ډزو څخه وروسته لوبه په نیمایي کې لغوه شوه.

‌ډزې د فوټبال دې لوبغالي څخه ۳ میله لیرې شوي چې د سویډن او بلجیم د فوټبال لوبډلو تر منځ پکې د لوبې کتلو لپاره څه باندې ۳۵ زره کسان راټول شوي و.
‌ډزې د فوټبال دې لوبغالي څخه ۳ میله لیرې شوي چې د سویډن او بلجیم د فوټبال لوبډلو تر منځ پکې د لوبې کتلو لپاره څه باندې ۳۵ زره کسان راټول شوي و.

د دې مرکز یوې ویاندې لورا دیمولایر په اعلامیې کې د خلکو څخه غوښتي چې بیدار دې وي او د ضرروت پرته سفرونه دې نکوي.

هغې همدرانګه ویلي چې د چارواکو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې زرګونه کسان چې د لوبې کتلو لپاره راغلي و، په خوندي توګه بیرته خپلو کورنو ته خوندي ستانه شي.

چارواکو په پایتخت کې د ترهګرۍ خطر کچه ۴ ته پورته کړې او پدې معنی چې ګواښ "بې حده" جدي دی.

تر اوسه نده څرګنده چې آیا دا برید به د حماس- اسرائیل تر منځ جګړې پورې اړه ولري که نه خو تر دې وړاندې د متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر هیوادونو کې چارواکو امنیتي تدابیر وروسته تر هغه سخت کړل چې د حماس ډلې په اسرائیل برید وکړ او اسرائیل یې په ځواب کې غزه بمباري کړله.

په عین حال کې د بلجیم د کورنیو چارو وزیرې ویلي چې حکومت په لوړه کچه امنیتي غونډه رابللې چې دا هم پکې برخه لري او دا یې هم ویلي چې چارواکي په فعاله توګه د ډزې کوونکو پسې ګرځي.

یوه ویډیو چې عامو خلکو ثبت کړې او په مطبوعاتو کې خپره شوې پکې ښودل کیږي چې یو سړی چې غټه وسله ورسره ده په پرله پسې توګه په خلکو ډزې کوي.

د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دوه وژل شوي کسان د سویډن اتباع دي خو پدې هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي.

سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې ډزو کولو ادعا نده کړې نه هم د بلجیم چارواکو یې ملامتي په چا اچولې خو تر دې وړاندې هم د اسلامي دولت یا داعش ډلې پدې هیواد کې څو بریدونه کړي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ۲۰۱۶ کال د مارچ د میاشتې په ۲۲ مې نیټې د بلجیم په پایتخت بروکسل کې په هوایي ډګر او د اورګاډي په یو سټیشن د بریدونو د کولو ادعا وکړله چې ۳۲ کسان پکې وژل شوي و او سل ګونه نور ټپي شوي و.

د دې برید څخه څو میاشتې وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې هم د داعش پورې اړوندې یوې شبکې د فرانسې د پاریس په ښار کې څو چاودنې وکړلې چې ۱۳۰ تنه پکې وژل شوي و.

د اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا څلور سوه جنګیالي د دې لپاره روزلي و چې د پاریس او بلجیم د بریدونو په شان د اروپا په نورو ښارونو کې هم تروریستي بریدونه وکړي. دغه معلومات اروپایي چارواکو د اې پي خبري اژانس ته ورکړیدي.

د اروپا د پولیسو ادارو او استخباراتي مسؤلینو هم تائید کړې وه چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په بهرنیو هیوادونو کې د بریدونو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړې وه چې د خاصو عملیاتو د ځواکونو په شان بریدونه وکړي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې داعش په عراق او سوریې کې ګڼ شمیر سیمې نیولې و او خپل "خلافت" یې هم اعلان کړی و، د بلجیم په ګډون د ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو څخه ډیر سړې او ښځې د دې ډلې سره د یو ځای کیدو لپاره عراق او سوریې ته تللې وې چې لا یې هم یو شمیر هلته ژوندۍ پاتې او د کډوالو په یو کمپ کې ساتل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG