د لاس رسي وړ اتصالات

د بی‌نظیر بوتو لور رسماً سیاست ته مخه کړه


آصفه بوتو
آصفه بوتو

د پاکستان د مخکنۍ صدراعظمې بی نظیر بوتو لور آصفه بوتو زرداري، رسماً خپل سیاسي فعالیت چې ښایي په تصادفي توګه وي، پیل کړ.

۲۷ کلنه آصفه وروسته له هغې د پاکستان د پیپل یا د خلکو د ګوند د یو مخکې له مخکې تنظیم شوي لاریون مشري په غاړه واخیستله چې ورور یې بلاول بوتو په کروناویروس باندې د اخته کیدو په وجه قرنطین شوی دی.

د هغې مور بی‌نظیر بوتو وروسته له هغې سیاست ته مخه کړه چې پلار یې د پاکستان پخوانی صدراعظم ذوالفقار علي بوتو،‌په یوه پوځي کودتا کې له واکه ګوښه کړای شو او بیا زنداني او بالاخره اعدام شو.

میرمن بوتو د پاکستان د پیپل ګوند مشري په غاړه واخیستله؛ هغه ګوند چې پلار یې بنسټ ایشی و او پدغه اسلامي هیواد کې د لومړنۍ ښخې په توګه د چارو واګې ترلاسه کړې.

بلاول بوتو، په ۲۰۰۷ کال کې د مور د ترور کیدو وروسته دمخه تر دې چې سیاسي پخوالی ترلاسه کړي سیاست مخه کړه.

د بی نظیر بوتو لوڼې بختاور او آصفه بوتو،‌ تل په څنډه کې پاته شوي او یواځې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې سیاسي تبصرې کولې.

آصفه چې د لندن له پوهنتون نه یې د نړیوالې روغتیا په برخه کې ماستري اخیستې لومړی د صحي فعالې په توګه راڅرګنده شوه او بیا د پولیو د محوه کولو لپاره د ملګرو ملتونو سفیره شوه.

د پاکستان د تحریک انصاف واکمن ګوند سیاست ته د آصفه بوتو داخلیدل د پاکستان د پیپل ګوند د کورنۍ د سیاست دوام ګڼلی دی.

د پاکستان د فدرال حکومت د تکنالوژۍ او ساینس وزیر فواد حسین چودهري، وویل چې د پاکستان د پیپل ګوند یواځې غواړي د بوتو له نوم نه استفاده وکړي.

هغه زیاته کړه چې دغه ګوند باید د خپل سیاست طریقه بدله کړي او که نه نو په راتلونکو ټاکنو کې به ناکام شي.

خو د پاکستان سیاسي کارپوهان پدې باور دي چې آصفه بوتو بی‌نظیر بوتو ته ډیره ورته ده او ډیر ژر به د هغې شتون د پاکستان د پیپل ګوند د بریالیتوب لپاره په یو جدي ځواک بدل شي.

XS
SM
MD
LG