د لاس رسي وړ اتصالات

د ډونالد ټرمپ په هکله د هغه د سیالانو اندېښنې


چپه لاس ته جمهوري غوښتونکی ډونالد ټرمپ او راسته لاس ته ډیموکرات برني سندرس
چپه لاس ته جمهوري غوښتونکی ډونالد ټرمپ او راسته لاس ته ډیموکرات برني سندرس

د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته شاوخوا ۱۴ میاشتې پاته دي خو دوو کاندیدانو د کمپاین په لومړیوو پړاوونو کې ډیر نوم ایستلی دی چې یو یې جمهوري غوښتونکی کاندید ډونالد ټرمپ او بل یې هم ډیموکرات کاندید برني سندرس دی.

ډونالد ټرمپ هیڅ وخت خپل د هیلو او خواهشاتو په څرګندولو کې زړه او نا زړه توب نه دی څرګند کړی.

سره له دې چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند په لومړۍ تلویزوني مناظرې کې د ډونالد ټرمپ په هکله نظریات بیلابیل وو خو د هغه د تورتو خبرو رقم اوس هم ډیر طرفداران لري او د عامه اذهانو په سروې ګانو کې بیا هم هغه تر ټولو ډیر پلویان لري.

جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ په یوې وروستۍ مرکې کې داسې وویل "په مینځني ختیځ کې د خلګو څخه په دې خاطر سرونه غوڅېږي چې هغوي عیسویان دي. زمونږ په سرحداتو کې خلګ وژل کېږي. نړۍ مخ په ګډوډېدو ده خو جمهوري غوښتونکي کاندیدان زما د لهجې سره ستونزه لري او وايي چې باید خپله لهجه سمه کړم. "

ډونالد ټرمپ د محافظه کاره امریکایانو نبض موندلی دی چې پر دې خوابدي دي چې امریکا پر غلطې لوري روانه ده. دا چې ټرمپ د سیاست د نړۍ څخه دباندي دی او سیاسي سابقه نلري، همدغې مسلې هم ورسره مرسته کړې چې د محافظه کارو سره ګډه وجه پیدا کړي.

بوش: د ټرمپ لهجه بې اتفاقي راولي

جمهوري غوښتونکی کاندید جب بوش اندېښمن دی چې د ټرمپ ویناګانې او لهجه د جمهوري غوښتونکو ترمنځ بې اتفاقي رامنځ ته کوي.

جب بوش داسې وايي "زه هم نفس تنګی سوی یم چې سیسټم او حکومت زمونږ په استاځیتوب کار نه کوي. خو دلیل نلري چې څوک دي په ډیر قهر باندې ځان په اصطلاح فلج کړي. "

د ټرمپ نورو سیالانو لکه د کنتکي ایالت سناتور راند پال،پر هغه باندې نیوکې زیاتې کړي دي. سناتور پال وايي"ټرمپ په ډیرو مسایل کې د ډیموکراتانو همنظره دی. "

اوس مهال د جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه ۱۷ کاندیدان ولاړ دي. د سیاسي چارو کارپوه جاش کروشار وايي چې جمهوري غوښتونکي لا ډیره زیاته لار په مخ کې لري.

هغه داسې وايي "جب بوش ته د مخکښو کاندیدانو په سترګه کتل کېدل خو هغه په مناظرې کې داسې ډیر ونه برېښیدی. دا یو خبرداری دی جمهوري غوښتونکو ته چې مخکښه کاندید نلري او دا چې میدان خالي دی."

په عین حال کې ډیموکراتان هم یو حیرانونکی کاندید لري او هغه د ویرمانت د ایالت سناتور، ښاغلی برني سندرس دی.

په سندرس پسي هم زیات شمیر لیبرال ډیموکراتان پسې دي او پلوي یې کوي. هغه غواړي چې په ګوند کې د هلیري کلینټن ځای ونیسي او د ډیموکرات ګوند له خوا کاندید اعلان شي. برني سندرس داسې وايي "کله چې مونږ سره متحده اوسو نو یوه نوې امریکا رامنځ ته کوو. "

هیلري کلینټن—جوبایډن که الګور؟

په داسې حال کې چې میرمن هلیري کلینټن هلې ځلې کوي چې د هغې د اعتبار په برخه کې د خلګو رامنځ ته شوي شکونه لیري کړي، برني سندرس په نیو همپشر ایالت کې د عامه اذهانو په یوې نوې سروې کې تر ټولو ډیموکراتانو مخکي معلومېږي.

پر کلینټن باندې ځکه د بې اعتمادۍ اندېښنې راپورته شوي چې هغې د خپل وزارت پرمهال د شخصي ایمل آدرس او انټرنټي سرور څخه کار اخیستی و چې دې کار د ځینو نیوکې راپارولي دي.

میرمن کلینټن د خپل کمپاین پرمهال داسې وویل"په نړۍ کې د امریکا د مشرتابه بدیل د بل چا مشرتابه نه دی بلکې یو حالت دی چې هیڅ رهبري به په نړۍ کې نه وي."

د سیاسي چارو کارپوه جاش کروشار وايي چې د میرمن کلینټن ستونزو د جمهوري غوښتونکو د سیالۍ په ډګر کې کاندیدانو ته ښه فرصت په لاس ورکړی دی چې پر هغې باندې نیوکې وکړي.

کروشار داسې وايي "دوي په دې فکر دي چې میرمن کلینټن آسیب پذیره ده او د انټرنیټي سرور مسلې د دوي[جمهوري غوښتونکو] په مینځ کې یقیننا خوشبیني پیدا کړې ده. په همدغه دلیل دوي داسې فکر کوي چې ۲۰۱۶ کال یوه ښه موقع ده ځکه ډیموکراتان کمزوري دي. "

د میرمن کلینټن ستونزو ته په کتو سره، ځیني ډیموکراتان غواړي چې د ولسمشر اوباما مرستیال جوبایډن یا د پخواني ولسمشر بل کلینټن مرستیال الګور دي د ډیموکرات ګوند په استاځیتوب انتخاباتو ته ودرېږي. خو د اوس دپاره نه بایډن او نه هم الګور په عامه په دې هکله کومه تبصره کړې ده.

XS
SM
MD
LG