د لاس رسي وړ اتصالات

بېسنټ: د ایران رژیم د نسکورېدو په درشل کې دی

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ وايي چې د هرمز تنګي له لارې د ایران د تېلو صادرات درېدلي او رژیم یې د نسکورېدو په درشل کې دی.

بیسنټ د فاکس نیوز سره په خبرو کې د ایران پر ضد د امریکا د «بشپړې انزوا» کمپاین تشریح کړ چې موخه یې د تهران د مشرتابه پر وړاندې د اقتصادي او مالي فشار زیاتول ښودل شوي دي.

هغه وویل: «ایران اوس په سمندر کې هېڅ د تېلو بار نه لري. د هغوی د نغدو پیسو جریان صفر شوی دی. موږ د هغوی لاسرسی پرې کړی دی. موږ له نړۍ سره د ایران هوايي اړیکې هم پرې کړې دي.»

ښاغلي بېسنټ وویل چې دغه وضعیت د ایران حکومت ته نږدې کسانو ته «سخت زیان» رسولی. هغه زیاته کړه: «هغوی نور نه شي کولای چې په لندن کې خپلو خپلوانو ته ولاړ شي، په پاریس کې خپلې ملګرې وګوري او یا په سویس کې خپلو پیسو ته لاسرسی ولري، او له نړۍ سره یې اړیکې پرې شوې دي.»

بېسنټ د انګلیسي اصطلاح «Crying Uncle» په کارولو سره چې مفهوم یې (ماتې منل او په خپلې تېروتنې اعتراف کول) دي، ایران ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ چې: «هغوی د ماتې منلو پړاو ته رسېدلي او د ړنګېدو په حال کې دي.»

بېسنټ تر دې مخکې د ایران د حکومت پر ضد د «بشپړې انزوا» د کمپاین د پلي کېدو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې د ولسمشر ټرمپ اداره د سمندري محاصرې، د نړیوالو الوتنو محدودولو، د ځمکنیو لارو د بندولو او د ډیجیټلي شتمنیو د ضبطولو له لارې هڅه کوي چې د ایران حکومت له نړیوال اقتصادي او مالي نظام څخه جلا کړي.

هغه وویل: «موږ مخکې د اعظمي فشار کمپاین درلود. اوس د بشپړې انزوا کمپاین لرو، او دا کمپاین نتیجه ورکوي.»

په عین وخت کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۲) وویل چې تهران لا هم د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو په اړه د خپل وړاندیز په تړاو د امریکا د ځواب په ارزونې بوخت دی.

بقايي په خپلې اونیزې خبرې غونډې کې وویل: «زه تاسو ته ویلای شم چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د منځګړو له لارې د پیغامونو تبادله لا هم روانه ده... هغه ټکي چې دوی [امریکا] مطرح کړي دي، زموږ تر ارزونې لاندې دي، او هر کله چې زموږ ارزونه بشپړه شي، خپل ځواب به د منځګړو له لارې ورولېږو.»

د دواړو خواوو ترمنځ د جون میاشتې د لنډمهالي اوربند له ماتېدو وروسته، تهران د سپتمبر په نیمایي کې وړاندیز وکړ او وروسته یې د امریکا د ځواب ترلاسه کول هم تائید کړل.

خو له هغه وخت راهیسې بهیر ورو روان دی. د ایران د ملي امنیت مشر د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱) وویل چې د واشنګټن ځواب د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د تهران اووه شرطونه په کافي اندازه نه دي پوره کړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۸) وویل چې واشنګټن به د نومبر د منځمهالو ټاکنو د ترسره کېدو مخکې پر ایران برید ونه کړي. هغه ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه د شخړې د پای ته رسولو لپاره «ګټورې او رغنده» خبرې کوي.

بل خوا په ایران پورې تړلو یو شمېر افرادو د «اوپن‌ اې‌ ای» شرکت د زبر ځیرکتیا یا مصنوعي ځیرکتیا او جعلي هویتونو په کارولو سره هڅه کړې په څو امریکايي رسنیو کې داسې مقالې خپرې کړي چې د امریکا له لورې د ایران پر ضد په عملیاتو باندې نیوکه کوي.

د «اوپن‌اې‌آی» شرکت د پنجشنبې په ورځ دغه موضوع اعلان کړه. د شرکت په وینا، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۲ رسنیو د اوو جعلي خبریالانو نږدې ۱۰۰ مقالې خپرې کړې دي. اوپن ‌اې ای په خپل بلاګ کې لیکي چې د «چټ‌جي‌پي‌ټي» هغه اکاونټونه یې تړلي دي چې د دغو مقالو د لیکلو او همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې د دغو مقالو تر پوسټونو لاندې د خلکو په نوم د کامنټونو یا تبصرو د تولید لپاره کارول کېدل.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG