بسینټ: د ایران رژیم ډوبیدونکې بیړۍ ده

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینټ د چهار شنبې په ورځ (نومبر ۲۵) وویل چې د ایران رژیم د اقتصادي انزوا د عملیاتو د پیل څخه تر اوسه په دې ندي توانیدلی چې یوه کښتۍ کې نفت ولیږدوي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: "د ایران د رژیم کښتۍ د ډوبیدو په حال کې ده."

د امریکا متحدو ایالتونو د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د ایران په وړاندې د اقتصادي انزوا عملیات پیل کړل. د امریکا د مالیې وزارت ددغو عملیاتو هدف د ایران د اقتصادي شریانونو پرې کول او د یاد هیواد بشپړه انزوا بللې ده.

د امریکا د اقتصادي انزوا د عملیاتو له پیل وروسته، د ایران د رژیم سره د تړلو لس ګونو کسانو او بنسټونو باندې اقتصادي بندیزونه وضع شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې له ایران سره د لنډې جګړې تجربې دا وښوده چې د هغه هیواد پر رژیم باور نشي کیدای.

ولسمشر ټرمپ چې د سه شنبې په ورځ (نومبر ۲۴) په متحدو ایالتونو کې د شکرانې د ملي ورځې په مناسبت په سپینه ماڼۍ کې خبرې کولې، ایران بې اعتماده هیواد وباله او ویې ویل چې د یاد هیواد د بندرونو محاصره د تاریخ ستره محاصره ده.

ایران تل ټینګار کړی دی چې فشار ته به تسلیم نشي، تهران د دوشنبې په ورځ وویل چې د آبي محاصرې، بندیزونو په ګډون به د امریکا د فشارونو په وړاندې له خپلو شته امکاناتو څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG