د امریکا او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې په امنیت بحث وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه‌شنبې په ورځ (نومبر ۲۴) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په سیمه ییز امنیت، سمندري تګ راتګ، په سوډان کې جګړې او په لبنان کې تحولاتو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، روبیو د سعودي عربستان پر ملکي تاسیساتو او د انرژۍ پر تاسیساتو د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو حوثیانو پر زیربناوو بریدونه وغندل.

دواړو چارواکو د هرمز او باب المندب په تنګو کې چې ستراتیژیکې سمندري لارې ګڼل کیږي، د کښتیو د ازاد تګ راتګ پر ارزښت ټینګار وکړ.

د دوی د خبرو اترو یوه بله برخه په سوډان کې د جګړې پای ته رسولو اړتیا ته ځانګړې شوې وه. روبیو د بشري اوربند پر ټینګولو، د تلپاتې سولې پر رامنځته کولو او یوه ملکي حکومت ته د واک د لېږد د زمینې په مساعدیدو ټننګار وکړ.

دواړو خواوو د "د درې اړخیز چوکاټ" په ترځ کې په لبنان کې د حزب الله د بې وسلې کولو پر اهمیت هم بحث وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دې اړیکې پر مهال، دواړو خواوو د سیمې د امنیت او ثبات ساتنې لپاره خپله ګډه ژمنتیا بیا تایید کړه.

​
XS
SM
MD
LG