امریکايي سندرغاړې بیانسې د یکشنبې په ورځ، فبروري دوهمه (سلواغه ۱۴) د ګرامي د موسیقۍ د ۲۰۲۵ کال د غوره البوم جایزه وګټله.
بیانسې ته د ګرامي دا ترټولو ستره جایزه د هغې د "کوبای کارټر" البوم له کبله ورکول شوې ده.
بیانسې د ګرامي د تاریخ د ترټولو زیاتو جایزو ګټونکې هنرمنده ده، خو دا لومړی ځل دی چې د کال د غوره البوم جایزه ګټي. هغه همدارنګه په ۲۱مه پیړۍ کې لومړنۍ تورپوستې هنرمنده ده چې دا جایزه ترلاسه کوي.
د ګرامي د کال د غوره البوم جایزې ته د ګڼو نورو هنرمندانو ترڅنګ بله مشهوره امریکايي سندرغاړې ټیلر سویفټ هم کاندید وه. سویفټ د ۲۰۲۴ د کال د غوره البوم جایزه ګټلې وه.
ددې کال د ګرامي د غوره سندرې جایزه سندرغاړي کنډریک لومار ته د هغه د "ناټ لایک دیس" سندرې له کبله ورکړل شوه. دا دوهم ځل دی چې د هیپ هاپ یوه سندره د ګرامي د کال غوره سندره انتخابیږي. د چایلډش ګمبینو "دیس ایز امریکا" سندرې په ۲۰۱۹ کې د ګرامي د کال د غوره سندرې جایزه ګټلې وه.
د ۲۰۲۵ کال د ګرامي د کال د نوي سندرغاړي جایزه چپل رون ته ورکړل شوه. هغې پر ستیج باندې خپله "پینک پوني کلب" سندره وویله.
چپل رون د جایزې اخیستلو پر مهال په خپله وینا کې د موسیقۍ پر سترو شرکتونو غږ وکړ چې د موسیقي صنعت ته د تازه راتلونکو ځوانو هنرمندانو "معاش او روغتیايي بیمه" په پام کې ونیسي او له هغوی سره دې د "ارزښتناکو کارمندانو" په څېر چلند وشي.
په لاس انجلس کې اور
د ۲۰۲۵ کال د ګرامي جایزو ورکولو غونډه په دغه ښار کې د پراخو اورونو لګېدلو اغېزمنه کړې وه. په دغو اورونو کې د ښار ډیرې برخې په ایرو بدلې شوې دي.
د ګرامي جایزو کوربه ټروور نووا په پرانیستونکې وینا کې وویل چې ددې کال د جایزو غونډه هغو کسانو ته ځانګړې شوې چې ددې اور له کبله اغېزمن شوي دي. نووا د غونډې په پای کې اعلان وکړ چې ګډون کوونکو د اور څخه د اغیزمنو شویو لپاره اووه میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د سږ کال د رپ د ترټولو غوره البوم جایزه ډویچي وګټله. په ګرامي کې د غوره رپ البوم جایزه په ۱۹۸۹ کال کې اضافه شوې وه او په لومړي ځل دوو ښځینه رپ سندرغاړو دا جایزه ګټلې وه.
د ترټولو غوره پاپ اواز جایزه سبرینا کارپنټر ته د هغې د "شارټ اینډ سویټ" البوم له کبله ورکړل شوه.
سندرغاړې شکیرا "لاس موهیریس یا نو لوران" د غوره لاتین البوم جایزه ترلاسه کړه. هغې د جایزې د اخیستلو پر مهال وویل: "زه غواړم دا جایزه په دې هیواد کې خپلو ټولو مهاجرو وروڼو او خویندو ته وقف کړم."
په غونډه کې، لیډي ګاګا او برونو مارس د خپل مشترک البوم څخه د "کالیفورنیا ډریمینګ" سندره وویله. د هغوی "ډای وید آ سمایل" سندرې د غوره جوړه سندرې جایزه ترلاسه کړه.
سندرغاړې الیس کیز ته د ډاکټر ډري د نړیوالې اغیزمنتیا "تنوع، مساوات اوشمولیت یو خطر نه، بلکې سوغات دی" جایزه ورکړل شوه. د امریکا حکومت او سترو شرکتونو تازه په دغه هېواد کې د "تنوع، مساوات اوشمولیت" پروګرام لغوه کړ.
ددې راپور ځینې معلومات له رویټرز، اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه