د لاس رسي وړ اتصالات

جوبایډن رسمآ د ولسمشرۍ ټاکنو کې د دموکرات ګوند کاندید شو 


جوبایډن د مخکني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و
جوبایډن د مخکني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و

جوبایډن د پنجشنبې په ماښام اګست ۲۰ (زمری۳۰) د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست د را روانو ټاکنو لپاره رسمآ د دموکرات ګوند له لوري کاندید وټاکل شو او هغه هم دا کاندیدتوري ومنله.

ښاغلی بایډن به اوس د نومبر په درېیمه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ سیال وي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ښاغلي ټرمپ په ادارې کلکې نیوکې وکړې چې په امریکا کې یې د کروناویروس د مخنیوي لپاره جدي‌اقدامات نه دي کړي.

هغه وویل چې ښاغلی ټرمپ لا هم د کروناویروس د مخنیوي لپاره کومه طرحه نلري او د امریکا " په ساتلو کې ناکام شوی دی. دا د اندېښنې وړ خبره ده."

خو ښاغلي ټرمپ د جو بایډن له خبرو وروسته په خپل ټویتر کې ولیکل: " جوبایډن چې اوس کوم کارونه یادوي، په تېرو ۴۷ کلونو کې یې یو هم نه دی کړی. هغه به هېڅکله هم بدل نشي.‌ هغه یوازې خبرې کوي."

تر جوبایډن یوه ورځ مخکې کاملا هرېس هم د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې رسمآ د جوبایډن د مرستیالې په توګه کاندیده شوه.

هغې په خپلو خبرو کې په امریکا کې د نژاد پرستۍ پر ضد او د مساواتو راوستلو په اړه خبرې وکړې. خو ښاغلي ټرمپ د هغې په ځواب کې په خپل ټویټر کې ولیکل چې په خپله کاملا هرېس جوبایډن نژاد پرست بللی و او ویلي یې وو چې "هغه نا لایق دی".

جوبایډن له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ پورې د امریکا د ولسمشر مرستیال و او تر هغه مخکې ۳۶ کاله د دغه هېواد د سنا غړی و.

په تېرو ټاکنو کې به دموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو لوی کنوانسینونه جوړول او خپل کاندیدان به یې اعلانول، خو دا ځل د کروناویروس له کبله دا غونډې انلاین دي.

ټاکل شوې د جمهوري غوښتونکو ګوند کنوانسیون را روانه دوشنبه پیل او پنجشنبه ختم شي.

XS
SM
MD
LG