د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو د پریکړې د دفاع لپاره یادداشت خپروي


د جمهور رئیس جو بایډن حکومت پلان لري کانګریس ته د افغانستان څخه د ټولو امرکایي سرتیرو د ایستلو د پریکړې د دفاع په خاطر یو یادداشت خپور کړي.

د یادداشت یوه کاپي چې یکشنبه اګست ۱۴ (زمري۲۳) د اکسیوس خبري ویب سایټ تر لاسه کړی پکې ادعا شوې چې د افغانستان څخه د مهمو استخباراتي او نظامي اجنټانو د وزګاریدو له کبله د متحده ایالاتو ملي امنیت چارې غښتلې شوې.

واشنګټن دا یادداشت پداسې حال کې خپروي چې دوشنبه اګست ۱۵ پوره یو کال کیږي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ملاتړ څخه برخمن جمهوري نظام ړنګ او پر ځای یې واک طالبانو ته په لاس ورغی.

د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د ایستلو د پریکړې په هکله لا هم ډیرې پوښتنې شته او په کانګریس کې د ښاغلي بایډن د حکومت سیاسي مخالفین (جمهوري غوښتونکي) ښایي د دې پریکړې په لومړنۍ کالیزې کې د بایډن د حکومت ناکامۍ یو ځل بیا ارزیابي کاندي.

دا یادداشت د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاندې ادریني واټسن لیکلی او ښایي هدف به یې وړاندې تر دې چې جمهوري غوښتونکي پدې پریکړې انتقادونه وکړي، د کانګریس غړیو ته مخکې د مخکې خبر ورکړي.

ها خوا جمهوري غوښتونکو بیا پخپل موقتي راپور د افغانستان څخه د تخلیې په بهیر کې د نیمګړتیاوو او ناکامیو په هکله معلومات راټول کړي.

د جمهوري غوښتونکو په راپور کې ادعا شوې چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د کابل څخه د ملکیانو د ایستلو لپاره مهمې پریکړې تر وروستي ساعته چې طالبان افغانستان ته دننه شي، لا نه وې کړې.

د استازو په مجلس کې د بهرنۍ اړیکو د جرګه ګۍ غړي مایکل مک کال یکشنبه اګست ۱۴ د سي بي سي تلویزیون سره په مرکې کې وویل، " هیڅ پلان نه و موجود، او هیڅ پلان عملي نشو. دا پلان جوړوونې یوه بشپړه ناکامي وه".

خو د سپینې ماڼۍ په یادداشت کې بیا ویل شوي چې د جهموري غوښتونکو په راپور کې د "ناسمې ادعاوې" شته او ملامتي یې په دوحه کې د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په تړون اچول شوې.

په تړون کې امریکا ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۱ کال د مې تر میاشتې به ټول امریکایي ځواکونه د افغانستان څخه اوځي.

د افغانستان مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د دوحې د سولې په تړون انتقاد کړی او هغه یې ناوړه وباله.

ولسمشر غني د افغان خپرندویه شبکې سره په تازه مرکه کې څرګنده کړه امریکایي مقاماتو له سقوط یوه ورځ مخکې داسې ښکاره کړه چې هرڅه ختم دي.

هغه زیاته کړه، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په پنځلسمه نیټه د یکشنبې په سهار د متحدو ایالتونو سفارت خپل ټول اسناد وسوځول او کارکوونکي یې هوایي ډګر ته ولاړل او حتی د صفري قطعاتو په زرګونو ځواکونه چې د ملي‌ امنیت او د افغانستان غوره ځواکونه وو هم تخلیه شول.

ښاغلي غني زیاته کړه:"که هغوی تصمیم درلود چې له جمهوریت څخه ملاتړ وکړي، ولي یې دا ځواکونه تخلیه کړل؟ په کوم دلیل یې هر چا ته چې له هغوی سره کار کړی وو له اشپز څخه نیولې تر جنرالانو پورې ویزه ورکړه."

XS
SM
MD
LG