د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او شي جینپینګ د اوکراین په کړکیچ دوه ساعته ټیلیفوني خبرې وکړې


د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د چین د ولسمشر شي جینپینګ ویدیویي خبرې
د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د چین د ولسمشر شي جینپینګ ویدیویي خبرې

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د چین ولسمشر شي جینپینګ د جمعې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۷) په یو ویدیويي مکالمه کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په اړه دوه ساعته خبرې وکړې.

چینایي رسنیو ویلي چې شي جینپینګ په ډاګه کړې چې دا ډول شخړې د هیچا په ګټه ندي.

تمه وه چې ښاغلی بایډن چینايي مشر ته ووایي چې که بیجینګ د روسیې د یرغل ملاتړ وکړي سخته بیه به یې ادا کړي. دا خبرداری پداسې حال کې ورکول کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ډیرې کړکیچنې شوي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د دواړو مشرانو خبرو نژدې دوه ساعته دوام وکړ.

دمخه تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې شرمن د ایم اس ان بي سي تلویزیوني شبکې ته ویلي وو چې ښاغلی شي باید د روسیې ولسمشر پوتین ته ووایي چې په اوکراین کې «دغه د خپلې خوښې جګړه او دغه خونړۍ جګړه» پای ته ورسوي.

نومړې همداشان د سي ان ان تلویزیوني شبکې ته ویلي چې «چین اړتیا لري چې د تاریخ سم اړخ سره ودریږي. [چین] باید ډاډمن شي چې پر شا ونه پرځي، د مالي پلوه او یا هم د بلې لارې، لکه هغه بندیزونه چې پر روسیې لګول شوي.»

د چینایي رسنیو په وینا د چین ولسمشر شي جینپینګ ښاغلي بایډن ته ویلي چې د اوکراین د جګړې په څیر شخړې او مقابلې د هیچا په ګټه ندي.

ښاغلي شي زیاته کړې چې د دولتونو ترمنځ اړیکې نشي کیدای چې د مقابلې حد ته ورسیږي، او شخړې او مقلبلې د هیچا په ګټه ندي. هغه دا هم ویلي دي چې «د اوکراین کړکیچ هغه څه دي چې مونږ نه غواړو پیښ شي.»

چینایي رسنیو دا هم ویلي دي چې ددغو دوو مشرانو د خبرو واندیز د متحده ایالاتو له خوا شوی و.

د امریکا او چین ولسمشران پداسې حال دا ټلیفوني خبرې کوي چې څو ورځې مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د ایټالیا په مرکز روم کې د چین د کمونسیت ګوند او د چین د حکومت له چارواکو سره د اوکراین په مسله خبرې کړې وې.

دا پداسې حال کې دي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مسکو او کیف خبرې په ټپه دریدلي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکرایني مقامات د خبرو په ټپه درولو تورن کړي دي، خو پدې ترڅ کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خبرداری ورکړی چې روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره «هیڅ ډول معنی لرونکې هڅه» نده کړې.

XS
SM
MD
LG