د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا وايي اوکراینیانو ته درې کلنه اقامه ورکوي


ملګري ملتونه وايي په څه باندې دریو اونیو کې له اوکراین څخه تر درې میلیون زیات خلک وتلي
ملګري ملتونه وايي په څه باندې دریو اونیو کې له اوکراین څخه تر درې میلیون زیات خلک وتلي

د کاناډا حکومت اعلان کړی دی چې د مهاجرت یو نوی پروګرام پیلوي چې په اساس به یې هغوو اوکراینیانو ته، چې د روسیې له یرغل څخه تښتي، تر دریو کلونو پورې د کاناډا موقته اقامه ورکوي.

د کاناډا حکومت نن پنجشنبه مارچ ۱۷ (کب۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ښايي« اوکراینیان او د هغوی د کورنیو غړي [ښځې، مېړه اولادونه] چې هر تابعیت ولري، په کاناډا کې تر دریو کلونو پورې په موقت ډول ژوند وکړای شي.»

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د نوي پروګرام په اساس کاناډا ته تلونکي متقاضیان باید «انلاین غوښتنلیک وسپاري او د تصویر او ګوتو د نښې په فورمو کې خپل د بایومیټریک معلومات ولیکي».

چارواکي وايي چې کاناډا له رسېدو وروسته اوکرایني کډوال کولای شي وار له واره کار او زده کړې پيل کړي.

د دې تر څنګ، هغه اوکراینيان، چې دا مهال په کاناډا کې مېشت دې، هم له دغه پروګرام څخه ګټه اخیستلای شي او «د اوسېدو یا درس موده [ویزه/اسناد] تر دریو کلونو پورې غځولای شي، همدغه راز د نوي کار او د زده کړو د اجازې غوښتنه هم کولای شي او یا د خپل برحال جواز موده غځولای شي».

په کاناډا کې د اوکراینیانو لویې ټولنې شته، په خاص ډول د دغه هېواد په مرکزي او لویدیځو برخو کې.

د ملګرو ملتونو د پنجشنبې د ورځې د ارقامو له مخې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې څه باندې درې میلیون اوکراینیان له خپل هېواد څخه تښتېدلي دي چې تر نیمایي زیات یې په پولنډ کې دي.

روسیې د فبروري په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او ناټو دا برید وغنده او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړي او په روسیې باندې یې کلک اقتصادي بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG