ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جوبایډن او میرمن یې جل بایډن دوشنبه جنوري شپږمه ( مرغومې ۱۷) د نیو ارلینز ښار ته ولاړ شي چې پدې ښار کې د ۱۴ وژل شویو او ۳۵ ټپي شویو کسانو د کورنیو سره غمشریکي وکړي.
د روان ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړۍ ورځ د نیو ارلینز په ښار کې یو تن خپل موټر په خلکو ورووست لږ تر لږه ۱۴ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ټپي کړل.
امریکایي چارواکو ویلي چې برید ګر د اسلامي دولت یا داعش ډلې څخه "الهام" اخیستی و او دا چې د هغه سره په برید کې بل چا مرسته نده کړې. برید کوونکی په امریکا کې زیږیدلی و، شمس الدین جبار نومیده چې د امریکا په پوځ اردو کې یې هم خدمت کړی و.
جمهور رئیس بایډن به د نیو ارلینز په ښار کې د پلټونکو سره هم وګوري چې ویلي یې دي د نوي کال په لومړۍ ورځ برید شمس الدین جبار په یوازې ځان کړی و د داعش څخه یې الهام اخیستی و.
جبار د پولیسو سره په ځوابي ډزو کې د پیښې په ورځ ووژل شو.
د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي ادارې یا ایف بي ای ویلي چې برید ګر د برید څخه یوازې یو یا یو نیم ساعت وړاندې په ټولنیزو شبکو کې پنځه ویډیوګانې خپرې کړې وې چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره یې ملاتړ څرګند کړی و.
ایف بي ای همدارنګه ویلي چې جبار تیر کال د اکټوبر په میاشت کې دوه ځله د نیو ارلنیز ښار همدې سیمې ته چې خلک یې په موټر وهلي و، تللی و او داسې ځانګړې عینکې یې په سترګو وې چې د ویډیو ثبت کولو توان لري.
دې ادارې همدارنګه ویلي چې جبار دې سیمې ته په بایسکیل ورغلی و.
د ایف بي ای چارواکو همدارنګه ویلي چې د جبار دوو سفرونو په هکله پلټنې کوي چې یو یې د ۲۰۲۳ میلادي کال په اوړي کې د مصر پایتخت قاهرې ته او دویم یې څو ورځې وروسته کاناډا ته کړی و.
امریکایي چارواکي غواړي پوه شي چې جبار چیرته تللی و، چا سره یې کتلي و او آیا دا چې دا سفرونه د نیو ارلینز په ښار کې برید سره څه تړاو لري که نه.
د اف بي آې د تروریزم د مخنیوي د څانګې یو مسئول کریستوفر رایا خبري کنفرانس ته وویل چې له سلګونو مرکو، ارزونو، د بریدګر تیلیفوني مکالمو، ټولنیزو رسنیو د حسابونو او برېښنايي وسائیلو ته په کتو تر دې دمه "ډاډه یو چې (دې قضیې کې) نور همکاران" نه شته.
د دغه ۴۲ کلن بریدګر نوم شمس الدین جبار ښودل شوی، د امریکا د تکساس ایالت اوسېدونکی و او د متحدو ایالتونو په پوځ کې یې هم دنده ترسره کړې وه.
فورم \ دبحث خونه