د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین ته د بایډن خبرداری: په اوکراین د برید ځواب به غوڅ وي


د اوکراین د بحران په دوام او په دغه هیواد باندې د روسیې د برید د احتمال په زیاتېدو سره، د امریکا ولسشمر جوبایډن او روسي سیال یې ولادیمیر پوتین نن شنبې د فبرورۍ ۱۲( د سلواغې ۲۳) خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، ولسمشر بایډن په دې تلیفوني اړیکه کې خپل روسي سیال ته وویل که چېرې روسیه په اوکراین برید وکړي، متحده ایالات، متحدین او شریکان به یې ورته غوڅ ځواب ووايي او په روسیې باندې به چټک او شدید بندیزونه ولګوي.

بایډن پوتین ته په ټینګار وویل چې په اوکراین باندې د روسیې برید به پراخ انساني کړاو رامنځته کړي او په نړۍ کې به د روسیې مقام ضعیف کړي.

د سپینې ماڼۍ په بیانیه کې راغلي چې ولسمشر بایډن په واضح ډول وویل چې امریکا په هغې اندازې چې په ډ پلوماسۍ کې ګډون ته چمتو ده په همغې اندازه له خپلو متحدینو او نورو شریکانو سره نورو سناریوګانو ته هم چمتووالی لري.

د رویټرز د رپوټ له مخې دغه تیلیفوني خبرې چې د امریکا د ختیځ په وخت د سهار په ۱۱ بجو پیل شوې ۶۲ دقیقې یې دوام وکړ.

په ورته وخت کې، یوه فرانسوي چارواکي وویل چې جوبایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به د امریکا او روسیې د مشرانو له خبرو وروسته، له یوبل سره تیلیفوني خبرې وکړي.

ښاغلي مکرون نن سهار د بایډن او پوتین ترمنځ له خبرو مخکې، له خپل روس سیال سره د ۹۰ دقیقو لپاره په تیلیفون خبرې وکړې او د روسیې ولسمشر ته یې وویل چې واقعي خبرې د اوکراین پرسر د بحران له زیاتېدو سره اړخ نه لګوي.

د فرانسې د جموري ریاست چارواکي وايي چې ښاغلي پوتین په دې خبرو کې داسې کوم څه نه دي ویلي چې په اوکراین باندې د روسیې د برید څرک ترې ولګیږي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن نن وویل که چېرې پوتین د برید پرېکړه وکړي، واشنګټن به ورباندې چټک اقتصادي بندیزونه ولګوي.

بلینکن د آرام سمندر د سیمې له مشرانو سره تر کتنې وروسته په فیجي کې خبریالانو ته وویل: "زه هیله مند یم چې هغه [ پوتین ] به د یرغل د لارې پرځای د ډپلوماسۍ او خبرو لار غوره کړي. خو که دغه کار ونکړي، مونږ چمتو یو."

​له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له ښاغلي بلینکن سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې، په امریکا تور پورې کړ چې په اوکراین باندې د احتمالي برید د پیل په اړه د روسیې پرضد تبلیغاتي کمپاین چلوي. ښاغلي لاوروف همدارنګه وویل چې امریکا او اروپايي ټولنې د روسیې امنیتې غوښتنې له پامه غورځولي دي. همدارنګه د امریکا د دفاع وزیر لویډ آستن او د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو نن شنبې د فبرورۍ ۱۲ په یوه تلیفوني تماس کې د کریمیا په ټاپوزمې او د اوکراین د پولو په اوږدو کې د روسیې د پوځي حضور د زیاتېدو په هکله خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو نن شنبې اعلان وکړ چې په کیف کې یې د امریکا د سفارت ډیرو کارکونکو ته امر کړی چې سفارت خوشې کړي او ټول امریکايي اتباع باید ژرترژره له اوکراین څخه ووځي. بریټانیې، پرتګال، استرالیا، نوي زیلانډ، جرمني، ایټالیا او ډیرو نورو هیوادونوهم خپلو اتباعو ته ویلي چې ډیر ژر له اوکراین څخه ووځي.

امریکايي چارواکو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې له اوکراین سره نږدې د روسیې د هوايي، ځمکنیو او سمندري ځواکونو شمیر هغه حد ته رسیدلی چې کیدی شي برید په ډیر لنډ وخت کې پیل کړي.

لویدیځې سرچینې وايي چې روسیه د اوکراین له پولې سره نږدې له ۱۰۰ زرو زیاتو عسکرو په ځای پرځای کولو سره، غواړي په اوکراین برید وکړي، خو روسیې تل دغه ادعاوې رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG