د لاس رسي وړ اتصالات

ساپکو: د غني له خوا د پیسو د انتقال د تورونو د پلټنو پایلې را روانه میاشت خپریږي 


د افغانستان د بیاودانولو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی سرمفتش جان ساپکو
د افغانستان د بیاودانولو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی سرمفتش جان ساپکو

د افغانستان د بیاودانولو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی سرمفتش جان ساپکو، وایي سیګار د هغو تورونو په اړه پلټنه کوي چې وایي د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د نغدو میلیونونو ډالرو سره له هیواد نه وتلی دی.

ښاغلي ساپکو د امریکاغږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې ددغو تورونو په هکله یې د افغانستان د پخوانيو مقاماتو سره هم خبرې کړې دي او ټاکل شوې چې پایلې یې د روان کال د مارچ په میاست کې د امریکا کانګرس ته وړاندې شي.

د روسیې د دولتي اژانس په ګډون یو شمیر رسنیو رپوټ ورکړی و چې محمد اشرف غني د افغانستان د جمهوري ریاست د ماڼۍ د خوشې کولو پر وخت "۱۶۹ میلیون ډالر" نغد له ځان سره وړي، هغه ادعا چې په تاجیکستان کې د افغانستان سفیر هم تائید کړې ده.

ښاغلي غني چې دمخه یې په یو ویدیویي پیغام کې دغه تورونه رد کړي وو او پدې هکله یې خپلواکو پلټنو ته تیاری ښودلی و د بي بي سي سره په مرکه کې وویل: "له هیواد نه مې هیڅ پیسې ندي ایستلي...نه یواځې دا چې د ښاغلي ساپکو له لورې پدې هکله د پلټنې هرکلی کوم بلکه زه غواړم یوه بله پلټنه هم وشي...خوشحالیږم چې پدې هکله له ما څخه هر ډول لازم تحقیق وشي، د هغې جملې څخه دا چې د درواغو د سنجش د الې څخه دې هم استفاده وشي او یا په هره بله بڼه چې لازم وي."

د افغانستان د بیاودانو لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش وویل چې سیګار زیات شمیر رپوټونه د یو شمیر افغان مقاماتو د فساد په اړوند ترلاسه کړي دي.

ښاغلي ساپکو، د افغانستان د پخواني ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب، سره لیدنه نه رد او نه تائید کړه، خو وویل چې هغه ښاغلی محب له ډیر پخوا څخه پیژني، خو نه غواړي چې د ښاغلي غني او د هغه د همکارانو په واسطه د پیسو د انتقال د تورونو په اړه د پلټنو د نتیجو د وروستي رپوټ د خپریدو دمخه جزییات شریک کړي چې د مارچ یا اپریل کې خپریږي.

د امریکاغږ سره په مرکه کې ښاغلي ساپکو، د هغو وسلو په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې متحده ایالاتو د افغانستان پخواني وسله وال ځواک ته برابره کړې وه او اوس د طالبانو په واک کې ده.

جان ساپکو وویل چې داسې رپوټونه یې ترلاسه کړي چې له مخې یې د طالبانو مقاماتو د متحده ایالاتو یو شمیر پوځي تسلیحات چې افغان پوځ ته یې ورکړي وو، د وسلو په نړیوالو بازارونو کې خرڅوي.

پدې وروستیو کې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې ګواکې دغه ډول وسلې د پاکستاني طالبانو لاس ته هم ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG