د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر بایډن ټرمپ په کانګرس د تیر کال د یرغل مسول وګاڼه


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د تیر کال د جنورۍ د شپږمې د یرغل د لومړنۍ کلیزې په تړاو په خپله وینا کې ددې پیښې د اغیزو په اړه وغړید او مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې ددې پیښې مسول وګاڼه.

ښاغلي بایډن پر کانګرس باندې د بریدګرو د محکومولو په اړه وویل: "زمونږ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو ولسمشر نه یواځې په انتخاباتو کې ماته وخوړله، بلکې هڅه یې وکړه چې د واک د سوله ییز انتقال مخنیوی وکړي...خو هغوی بریالي نشول".

د جنورۍ په شپږمه چې زیات شمیر تاریخ لیکوونکو د متحده ایالاتو په معاصرې دموکراسۍ کې تر ټولو توره ورځ ګڼلې، په زرګونو کسانو د سپینې ماڼۍ مخ ته د راټولیدو وروسته پر کانګرس یرغل وکړ، تر څو د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کانګرس د غړو له خوا د جو بایډن د بریا د تائید غونډې مخنیوی وکړي.

ولسمشر بایډن وویل چې ډونالډ ټرمپ نشو کولای چې خپله ماتې ومني او ژمنه یې وکړه چې د امریکا د دموکراسۍ دفاع به وکړي: "نشئ کولای چې خپل هیواد یواځې هغه وخت پر تاسو ګران اوسي چې ګټونکي شئ."

د ډونالډ ټرمپ زیات شمیر پلویان ادعا کوي چې پر کانګرس باندې یرغل جدي نه و، پداسې حال کې چې منتقدین وایي ډونالډ ټرمپ خپلو پلویانو ته لارښوونه وکړه چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د جو بایډن د بریالیتوب د تائید بهیر معکوس کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ تءمپ د ښاغلي بایډن د وینا په غبرګون کې وویل چې بایډن له دغه سیاسي ټیاټر څخه صرف د خپلې ماتې د پټولو لپاره استفاده کوي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "بایډن چې د پرانستو سرحدونو په لیونیو سیاستونو، فاسدو انتخاباتو، د انرژۍ په غمیزه زیږوونکو سیاستونو، غیر قانوني فرمانونو او د هیواد د ښوونځیو په تعطیل کولو سره زمونږ هیواد نابودوي، نن یې زما له نوم څخه د امریکا د لازیاتې تجزیې لپاره استفاده وکړه. "

ښاغلي ټرمپ په خپله وینا کې ویلي چې د بایډن ادارې د کروناویروس وبا کنترول له لاسه ورکړی او د افغانستان څخه وتل یې د متحده ایالاتو په اوږد تاریخ کې له شرمه ډکه ورځ کڼلې ده.

ښاغلي بایډن وویل چې متحده ایالات او د نړۍ زیات شمیر هیوادونه د دموکراسۍ او استبداد ترمنځ جګړه کې ګیر دي.

ولسمشر بایډن زیاته کړه: "زه هیچا ته اجازه نه ورکوم چې د دموکراسۍ پر اورمیږ چاړه کیږدي. زه ددغه نقض پر وړاندې دریږم. ددې ملت څخه به دفاع وکړم. "

د جنورۍ د شپږمې یرغل وروسته د امریکا کانګرس د څو ورځو په ترڅ کې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح کولو لپاره رایه ورکړه، خو د سنا مجلس هغه بري الذمه اعلان کړ.

امریکایي وکیلانو تر اوسه د هغې ورځې د امنیتي کمزورتیا د ارزونې لپاره څو استماعیه غونډې کړې دي. د تیر کال د جون میاشتې په وروستیو کې د استازو خونې د دونالډ ټرمپ د کړنو د ارزونې په مقصد یوه ځانګړې کمیټه جوړه کړه.

تمه ده چې دغه کمیټه به خپلې موندنې د ۲۰۲۲ کال د کانګرس د منځمهاله انتخاباتو دمخه رپوټ کړي، خو دغه موندنې د حقوقي پلوه الزامي جنبه نلري.

د متحده یالاتو په محکمو کې پر کانګرس باندې د یرغل په تړاو ۷۰۴ تنه د مختلفو جرمونو په تور تورن شوي دي.

په عین وخت کې یو شمیر محققین وایي چې شاوخوا له ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې کسان چې په جګړه مارو شبکو کې شامل دي د شدیدو تورنونو سره مخامخ دي.

د جنورۍ د شپږمې په برید کې د بریدګرو له جملې څخه پنځه تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG