د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او پوتین د اوکراین په اړه جدي وغږیدل خو په دیپلوماسۍ یې‌ ټینګار وکړ


د امریکا جمهور رئیس جوبایډن او د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۳۰ (مرغومي نهمه) د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالو د رفع کیدو په اړه تقریبا یو ساعت خبري وکړې.

د مسکو او واشنګټن ترمنځ تاوتریخوالي وروسته له هغه زیات شول چې روسیې د اوکراین پولې ته خپل لس ګونه زره پوځیان واستول، هغه اقدام چې د امریکایي چارواکو په وینا، پر اوکراین د احتمالي برید ښکارندويي کوي.

روسیې له غربي هیوادونو په ځانګړي ډول متحده ایالتونو څخه غوښتي دي چې ضمانت ورکړي اوکراین چې مخکې د پخواني شوروي اتحاد غړی وو ، د ناټو غړیتوب نه ترلاسه کوي.

مسکو د خپلې دې غوښتنې د تقویت لپاره خپل هایپرسونیک یا د غږ تر سرعت څخه ګړندي مزایل وازمایل.

د جمهور رئیس پوتین د بهرنیو اړیکو سلاکار یوري اوشاکوف ویلي دي چې جمهور رئیس بایډن تهدید کړی که لانجه زیاته شي، امریکا به پر مسکو نوې بندیزونه ولګوي.

ښاغلي اوشاکوف همدارنګه وویل ښاغلي پوتین هم په خپل وار ګواښ وکړ که واشنګټن پر مسکو بندیزونه ولګوي، دا ډول اقدام ممکن د دواړو هیوادونو ترمنځ په بشپړ ډول د اړیکو د بندیدو لامل شي.

اوشاکوف وویل:"دا یوه لویه تیروتنه ده چې ناوړه عواقب به ولري."

دا ا دویم ځل دی چې د مسکو او واشنګټن مشران په ډسمبر میاشت کې خبري کوي.

په لومړي ځل خبري د دسمبر په لومړیو کې د دواړو مشرانو ترمنځ وروسته له هغه خبري وشوې چې د امریکا د استخباراتي معلوماتو له مخې، روسیې په هغه وخت کې له اوکراین سره په پوله کې خپل ۷۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي وو او دا پوځیان اوس هم له اوکراین سره په پوله کې پاتې ده.

خو استخباراتي شننونکي وړاندوینه کوي چې جمهور رئیس پوتین پلان لري خپلو ۱۷۵ زره پوځیان د اوکراین پولې ته نږدې ولیږدوي.

امریکا هم څو ځله له اوکراین څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی او د لس ګونو میلیونو ډالرو په ارزښت یې هغه هیواد سره امنیتي مرستي کړي دي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ په د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زلنسکي سره په ټلفون خبري وکړې.

ښاغلي بلینکن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د اوکراین د خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت په اړه د امریکا تعهد ټینګ دی او واشنګټن به د اوکراین په پوله کې د مسکو د برید په صورت کې له کیف څخه ملاتړ وکړي.

روسیې د اکټوبر په میاشت کې د اوکراین سره په ګډې پولې تقریباً ۹۳ زره سرتیري ځای پر ځای کړي و خو په اوس وخت کې دا شمیر ۱۰۴ زرو ته پورته شوی دی.

غربي هیوادونو په روسیې تور لګولی و چې دا سرتیري یې په ګاونډي هیواد اوکراین چې د پخواني شوروي اتحاد غړی و، د احتمالي یرغل کولو په خاطر ځای پر ځای کړي.


خو روسیه بیا وایي چې د پراخې حملې پلان نلري او دا خپل حق بولي چې پخپلې خاورې کې خپل عسکر هر څرنګه چې مناسب وي له یو ځای څخه بل ځای ته ولیږدوي.

XS
SM
MD
LG