د متحده ایالتونو جمهور رئیس جو بایډن او لومړۍ میرمن جیل بایډن نن دوشنبې ۱۹ سپتمبر (وږي ۲۸) په لندن کې د نړۍ د یو شمېر نورو مشرانو، شاهي کورنۍ او د رابلل شویو ځانګړو میلمنو یوې ډلې سره یو ځای د ملکې الیزابت دوهمې د جنازې په مراسمو کې د احترام مراتب پر ځای کړل.
ملکه الیزابت پر بریتانیا باندې له ۷۰ کالو واک چلولو وروسته د روانې وږې میاشتې په ۱۷مه د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه.
د ملکې له جنازې وړاندې، د سپینې ماڼۍ مسولینو امریکا غږ ته وویل چې د لندن سره د واشنگټن پیاوړې اړیکې به د بریتانیا په مشرتابه کې له وروستیو بدلونونو وروسته هم دوام ولري.
د ملکې له مړینې وروسته درېیم چارلس د بریتانیا پاچا شوی او په همدې وروستیو کې لیز ټراس ددغه هېواد صدراعظمه وټاکل شوه.
ټاکل شوې ده چې بایډن به د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له ټراس سره وګوري.
دغو مراسمو ته له بریتانیا او نورو هېوادونو څخه شاوخوا یو میلیون عام وګړي په لندن کې را ټول شوي ترڅو ملکې الیزابت ته وروستۍ مخه ښه ووایي.
د هغې تابوت د وسله والو ځواکونو د قطعاتو لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کی د پلازمینې له سړکونو څخه هاید پارک ته نږدې د ویلینګټن آرچ نومې سیمې ته انتقالیږي او له هغه ځایه د یو لړ نورو مراسمو دپاره د ویندسور ماڼۍ ته وړل کیږي. ملکه الیزابت به د دوشنبې په ماښام د خپل ژوند د ملګري شهزاده فیلیپ ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.
شهزاده فیلیپ یو کال وړاندې د ۹۹ کلونو په عمر ومړ.
جمهور رئیس بایډن د ملکې له مړینې وروسته، یوه اعلامیه خپره کړه او لارښوونه یې وکړه چې ملکې الیزابت دوهمې ته د درناوي دپاره به، خاورو ته د هغې د سپارلو په ورځ، په امریکا کې ټول بیرغونه نیمه ځوړند وي.
لندن ته له روانېدو مخکې، ښاغلي بایډن له پاچا چارلس دریم سره په تلیفون خبرې وکړې او خپله خواخوږي یې ورته وړاندې کړه. بایډڼ په همدې نیت په واشنګټڼ کې د بریتانیا سفارت ته هم ولاړ.
د افغانستان، روسیې، بیلاروس، سوریې او وینزویلا د هېوادونو مشرانو ته په جنازه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.