د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن په سپینې ماڼۍ کې د کوچني اختر مراسم ترسره کړل 


په سپینې ماڼۍ کې د اختر مراسم
په سپینې ماڼۍ کې د اختر مراسم

د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپلې میرمن جیل بایډن سره یو ځای تېره ورځ مۍ دویمه «غوايي۱۲» په سپینې ماڼۍ کې د اختر په مناسبت یوه میلمستیا کې د مسلمانانو د بېلا بېلو ټولنو له یو شمېر استازو سره ګډون وکړ.

ښاغلي بایډن په دغې میلمستیا کې په خپلو خبرو کې په دیني‌ زغم ټېنګار وکړ او د امریکایي مسلمانانو رول یې وستایه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس ښاغلي بایډن وویل: «سره له دې چې مسلمانان زموږ په ټولنه کې د واقعي،‌ هدفي خشونت او له اسلام څخه د کرکې په ګډون له یو شمېر ګواښونو سره مخامخ دي، بیا هم هره ورځ زمونږ ملت قوي کوي.»

ښاغلی بایډن په خپله کاتولیک دی. هغه وویل چې د ابراهیمي دینونو ترمنځ‌ ډېر شباهتونه شته او په لومړي ځل د دغو دینونو لارویان خپلې سپېڅلې ورځې یو ځای لمانځي- کوچنی اختر، د یهودیان د فصح اختر او د مسیحیانو سپېڅلی اختر.

نوموړي ‌وویل چې مسلمانان په روژه کې له یو بل سره خواخوږي څرګندوي او یو بل ته لاس ورکوي چې نړۍ لا په یو ښه ځای بدله شي.

تېرکال د کروناویروس د محدودیتونو له کبله په سپېنې ماڼۍ کې د اختر مراسم ترسره نشول.

XS
SM
MD
LG