د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د څه باندې ۱۵۰۰ بندیانو سزاوې کمې او ۳۹ تنه یې وبخښل

د امریکا د قوانینو له مخې، ولسمشر صلاحیت لري چې د بندیانو د بند پاتې موده وبښې او یا په کې تخفیف راولي.
د امریکا د قوانینو له مخې، ولسمشر صلاحیت لري چې د بندیانو د بند پاتې موده وبښې او یا په کې تخفیف راولي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد په معاصر تاریخ او د بخښنې د یو تر ټولو لوی فرمان په ترڅ کې، د ۳۹ کسانو مجازات په بشپړه توګه وبخښل او د څه باندې ۱۵۰۰ بندیانو سزاوې یې کمې کړې. یاد کسان د کرونا وبا پر مهال له زندانونو خوشې شوي وو، خو د کورني حبس لاندې یې ژوند کاوه.

بایډن چې د ولسمشرۍ د دورې پای ته رسېدو ۴۰ ورځې پاتې دي، د پنجشنبې په ورځ، دسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۲مه) وویل، چې په راتلونکو اونیو کې به په دې اړه نور ګامونه پورته کړي او د بخښنې د نورو غوښتنو ارزونه به هم وکړي.

له دې فرمان وړاندې، بایډن د یوه ځانګړي فرمان له لارې خپل زوی هنټر بایډن وبخښه. دغه اقدام د یو شمېر امریکایي سیاستوالو، په ځانګړي ډول د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له توندو غبرګونونو سره مخ شو.

هنټر بايډن د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې د وسلو په اخیستو کې په دریو جنايی قضیو کې تورن شوی و. د څارنوالان په خبره، هغه د فدرال په یو مکتوب کې ناسمه ادعا کړې وه، چې نه نشه يي توکو په ناقانونه توګه کاروي او نه پرې اخته دی. نوموړی همدغه راز تورن دی چې ۱.۴ ملیون ډالر مالیه یې نه ده ورکړې.

بلخوا، د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې د بایډن لخوا د پنجشنبې په ورځ بحښل شوي کسان په تاوتریخوالي پورې اړوند جرمونو کې ښکیل نه وو. بایډن همدارنګه له دې وړاندې، د ۱۲۲ بندیانو سزاوې کمې کړې وې او د ۲۱ بندیانو لپاره یې د بخښنې فرمان صادر کړی و.

بایډن د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې په امریکا کې به د اعدام سزا ختمه کړي، خو په دې برخه کې یې هیڅ اقدام ونه کړ. که څه هم د عدلیې وزیر، مریک ګارلنډ د فدرال په کچه د اعدام سزاوې ودرولې، خو تمه کیږي چې د ټرمپ په راتګ سره به دغه بهیر بیا پیل شي.

د امریکا د قوانینو له مخې، ولسمشر صلاحیت لري چې د بندیانو د بند پاتې موده وبخښې او یا په کې تخفیف راولي. همدارنګه دا معمول دی چې اکثر ولسمشران د خپلې دورې په وروستیو ورځو کې داسې فرمانونه صادر کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG