د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري‌غوښتونکو او بایډن ملاقات؛ په اقتصادي‌پلان هوکړه ونشوه


سناتوره سوزان کولینز وايي‌چې له ولسمشر سره یې رغوونکې خبرې وکړې
سناتوره سوزان کولینز وايي‌چې له ولسمشر سره یې رغوونکې خبرې وکړې

سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر جو بایډن او یو شمېر جمهوري غوښتونکو سناتورانو سره «ګټورې، اغیزناکې او سپینې» خبرې کړي،‌ خو د کروناویروس سره د مبارزې په اړه د اقتصادي پلان په اړه کومې پرېکړې ته رسېدلي‌ نه دي.

په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو یوې غړې سوزان کولینز له ولسمشر بایډن او د هغه له مرستیال کاملا هریس سره تر دوو ساعتونو ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل چې « د نظرونو ښه تبادله» وشوه خو ویې ویل چې د اقتصادي‌ پلان په اړه کومې نتیجې ته سره ونه رسېدل.

مېرمن کولینز زیاته کړه چې دا خبرې به روانې وې. هغه وویل چې ټول د کرونا له کبله د زیانمنو شویو کورنیو، کوچنیو کاروبارونو او روغتیایي سیستم په اړه اندېښمن دي‌ او په دې فکر کوي‌ چې د کرونا ضد واکسین ډېر شي او ډېرو خلکو ته ورسیږي او د امریکا اقتصاد بېرته ورغیږي.

ولسمشر بایډن د کرونا وبا سره د مبارزې او کروناویروس ځپلو سره د مرستو لپاره د ۱.۹ تریلیون ډالرو طرحه اعلان کړې ده،‌ خو جمهوريت غوښتونکي وايي چې دا مرستې ډېرې دي‌ او که نژدې ۶۰۰ میلیارد ډالر وي، ژر به ومنل شي.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دواړو خواو رغوونکې خبرې وکړې خو ولسمشر بایډن چمتو نه دی چې داسې یو پلان ومني چې نتیجه نه ورکوي.

ولسمشر بایډن هیله لري‌ چې د دواړو ګوندونو استازي یې دا طرحه ومني خو که داسې ونشي، په کانګرس کې دموکراتان اکثریت دي‌ او په هماغه حساب به مخکې ولاړ شي.

د استازو په خونې او سنا کې د دواړو ګوندونو مشرانو ویلي دي‌ چې د ولسمشر بایډن د اقتصادي‌ پلان طرحه به د جمهوریت غوښتونکو له ملاتړ پرته ومني چې دا مرستې ژر ورسول شي.

د ښاغلي‌ بایډن د پلان په اساس به امریکایانو ته ۱۴۰۰ډالر ورکول کیږي، په مصون ډول به د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو لګښت برابریږي او د کروناویروس ضد واکسین ملي پروګرام به پراخیږي.

همدغه راز په دغه پلان کې هغو خلکو ته د اونۍ ۴۰۰ډالر هم په پام کې نیول شوي چې دکروناویروس له کبله بې کاره او بې روزګاره شوي‌ دي، دا پروګرام به تر سپتمبر پورې وي.

د کوچینو کاروبارونو او تجارتونو سره مرسته چې کروناځپلي دي هم په دغه پلان کې شامله ده.

د کروناویروس له کبله تر دې دمه په ټولې امریکا کې څه باندې ۴۳۰زره کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۶میلیون نور کسان په دغه ویروس اخته شوي‌دي.

XS
SM
MD
LG