د لاس رسي وړ اتصالات

د بایډن په اقتصادي پلان کې د جوړ جاړي‌ وړاندیز 


ولسمشر بایډن د کروناویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړی اقتصادي‌پلان اعلان کړی
ولسمشر بایډن د کروناویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړی اقتصادي‌پلان اعلان کړی

د امریکا د متحدو ایالتونو په سنا کې ۱۰ جمهوري غوښتونکو سناتورانو د ولسمشر جوبایډن په اقتصادي‌ پلان کې د جوړ جاړي‌ وړاندیز کړی دی.

د سنا دغو غړو د خپل دغه جوړجاړي په اړه ډېر جزیات نه دي‌ ورکړي، خو ویلي‌ دي چې خپل پلان به سبا دوشنبه د فبروري په لومړۍ نیټه اعلان کړي.

دغو جمهوري غوښتونکو سناتورانو په دې اړه له ولسمشر بایډن سره د ملاقات غوښتنه کړې او هیله یې ښودلې چې له «نوي حکومت سره به په ښه نیت کار» کوي.

ولسمشر بایډن د کروناویروس سره د مبارزې او د کرونا له کبله په اقتصادي لحاظ د زیانمنو شویو امریکایانو سره د مالي مرستولپاره د ۱.۹ تریلیون ډالرو پلان اعلان کړی دی.

ښاغلي‌ بایډن تاکید کړی چې دا طرحه یې ژر ومنل شي چې امریکایانو ته مرستې ورسول شي. د دغه پلان په اساس به اکثریت امریکایانو ته ۱۴۰۰ډالر ورکول کیږي، په مصون ډول به د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو لګښت برابریږي او د کروناویروس ضد واکسین ملي پروګرام به پراخیږي.

همدغه راز په دغه پلان کې هغو خلکو ته د اونۍ ۴۰۰ډالر هم په پام کې نیول شوي چې دکروناویروس له کبله بې کاره او بې روزګاره شوي‌ دي، دا پروګرام به تر سپتمبر پورې وي.

د کوچینو کاروبارونو او تجارتونو سره مرسته چې کروناځپلي دي هم په دغه پلان کې شامله ده.

یو شمېر جمهوریت غوښتونکو استازو دومره مقدار پېسې بیخې زیاتې بللې وې.ولسمشر بایډن ویلي‌ چې دا یې د کار د لومړیو ۱۰۰ ورځو د اجنډا مهمه برخه ده.

د کروناویروس له کبله تر دې دمه په ټولې امریکا کې څه باندې ۴۳۰زره کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۶میلیون نور کسان په دغه ویروس اخته شوي‌دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو.

دامریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وايي چې تر دې دمه په نړۍ کې د دغه ویروس له کبهل څه باندې ۲.۲ میلیون کسان مړه شوي او ۱.۲ میلیارد نور په دغه ویروس اخته دي.

د امریکا،‌ برتانیا او هند په ګډون په ځینو هېوادونو کې د دغه ویروس ضد واکسین تطبیق هم پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG