د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله ډېر خواشینی یم، مرسته کوو 


د امریکا ولسمشر
د امریکا ولسمشر

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي چې په ترکیې او سوریې کې د شوې زلزلې له کبله سخت خواشینی شوی دی چې څه باندې ۲۳۰۰ کسان په کې مړه شول او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

جوبایډن نن دوشنبه فبروري شپږمه (سلواغه۱۷) په خپل رسمي ټویټر کې ولیکل: «په سوریه او ترکیه کې د زلزلې له کبله د انسانانو په مړینې او ویجاړیو ژور خواشینی یم. ما خپل ټیم ته لارښوونه وکړه چې د ترکیې سره په همغږۍ حالت له نژدې تعقیب او ضروري مرستې برابرې کړي.»

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ په خپرې شوې بیانیې کې د ولسمشر بایډن له خولې ویل شوي دي چې امریکا به خپل ټیم ترکیې ته استوي چې د ژغورنې او پلټنې په عملیاتو کې مرسته وکړي.

اعلامیه وايي چې جوبایډن امریکايي چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې له خپلو ترکیې اړخونو سره تماس ونیسي او مرستې همغږي کړي او دا خبره یې هم کړې ده هغه بشري سازمانونه، چې امریکا يي مرسته کوي، په سوریه کې به همکاري کوي.

د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وویل چې دوې پلټونکې ډلې،‌ چې هره یوه یې ۷۹ غړي لري، ترکیې ته استول شوي دي او د دفاع وزارت او متحدو ایالتونو د پراختیایي چارو ادارې له ترکیې اړخونو سره د مرستو د تنظیم په اړه په تماس کې دي.

جو بایډن همدغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په ترکیه او سوریه کې چارواکي‌ وايي دوو زلزلو په دغو هېوادونو کې څه باندې ۲۳۰۰ سان مړه کړي‌ او سلګونه نور یې ژوبل کړي‌ دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ځمکې پېژندنې ادارې ویلي‌دي چې د رېشتر په کچه د لومړۍ زلزلې شدت ۷.۸ و او د دویمې یې ۷.۵ و. زلزلو د ترکیې په جنوب ختیځ او د سوریې په شمال کې د غازیانتب سیمه ځپلې ده.

د ترکیې د اضطراري حالاتو اداره وايي چې تر دې دمه ۱۴۹۸ تنه مړه شوي دي او همدغه راز په سوریه کې هم د۸۱۰ کسانو مړینه تائید شوې ده.

XS
SM
MD
LG