د لاس رسي وړ اتصالات

زلزلې په ترکیې او سوریې کې څه باندې ۴۳۰۰کسان مړه کړي


په ترکیې او سوریې کې زلزله
په ترکیې او سوریې کې زلزله

په ترکیه او سوریه کې چارواکي‌ وايي نن دوشنبه فبرروي شپږمه (سلواغه۱۷) دوو زلزلو څه باندې ۴۳۰۰ کسان مړه کړي‌ او سلګونه نور یې ژوبل کړي‌ دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ځمکې پېژندنې ادارې ویلي‌دي چې د رېشتر په کچه د لومړۍ زلزلې شدت ۷.۸ و او د دویمې یې ۷.۵ و. زلزلو د ترکیې په جنوب ختیځ او د سوریې په شمال کې د غازیانتب سیمه ځپلې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ښایي په ترکیې او سوریې کې پدې زلزلو کې شاوخوا ۲۰ زره کسان وژل شوي وي.

په دواړو هیوادونو کې تر دې دمه د ۴۳۳۵ کسانو مړینه تائید شوې خو لا هم ډیر کسان د ورانو شویو ودانیو لاندې ګیر پاتې او ژغورنکې د مړو او ژوبلو شویو کسانو پسې ګرځي.

په سوریې او ترکیې کې د اضطراري چارو د ادارو مسؤلینو ویلي چې پدې زلزلو کې څه باندې ۵۶۰۰ ودانۍ په بشپړه توګه نړیدلي دي. چارواکي وایي ګڼ شمیر څو پوړیزه ودانۍ هم پداسې حال کې نړیدلي چې اوسیدونکي پکې د زلزلې په لومړنۍ جټکې کې ویده و.

چارواکو ویلي چې د مړو او ژوبلو شمیر کې ښایي بدل شي ځکه چې د ژغورنې او لټون عمله کار کوي.‌ په ځاني زیانونو سربېره خلکو ته درانه مالي زیانونه هم رسیدلي خو پدې هکله تر دې دمه دقیق معلومات خپاره شوي نه دي.

په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې د نسکور شویو ودانیو او سیمو تصویرونه خپاره شوي‌دي. راپورونه وايي چې په ترکیې او سوریې کې سلګونه ودانۍ نسکورې شوې دی.‌ دا زلزله په قبرص او مصر کې هم حس شوې ده.

زلزله سهار مهال شوی او خلک ویده وو. زلزلې په ترکیې کې ډېرې سیمې ځپلې دي چې میلیونونه سوریايي کډوال هم په کې اوسېږي.

د ترکیې حکومت له نړیوالو غوښتي دي چې په دغه بشري‌ ناورین کې ورسره مرسته وکړی. د ترکیې د امریکا غږ څانګې د یو عیني شاهد له خولې ویلي دي‌ چې زلزله لومړۍ د مرسین په ښار کې وشوه چې یوه دقیقه وه.

نړیوال غبرګونونه

د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان ویلي دي چې ولسمشر جوبایډن د امریکا د متحدو ایالتونو د پراختیايي ادارې (USAID) او د فدرال نورو شریکانو ته لارښوونه کړې ده چې له زلزلې ځپلو سره د مرستې لپاره د متحدو ایالتونو انتخاباونه وارزوي.

سولیوان په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «متحده ایالتونه په ترکیې او سوریې کې د ویجاړونکې زلزلې په اړه ډېر خواشینی دی خو د ضرورت وړ هر ډول مرستو ته چمتو یو.»

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشر ویلي دي‌ چې ترکیې ته به د نجات ډلې واستوي چې مرسته وکړي.‌

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په خپل ټویټر کې د دغې پېښې په اړه د خواشینۍ د ښودلو تر څنګ ویلي دي چې هېواد یې په دغو سختو شرایطو کې له زلزلې ځپلیو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ترکیه په نړۍ کې یو د هغو هیوادونو څخه دی چې ډیرې زلزلې پکې کیږي. یوې زلزلې په ۱۹۹۹ کال کې چې شدت یې ۷.۴ درجې ښودل شوی و د دې هیواد په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ مړه کړل.

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې هم یوه زلزله وشوه چې شدت یې ۷.۰ درجې و، دې زلزلې د اجین بحیره ولړزوله چې ۱۱۶ تنه په کې مړه او څه باندې ۱۰۰۰ نور ژوبل شوي وو.

د دغه راپور ځینې معلومات د رویټرز، اسوشتډپرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG